طالبانو په تېره اوونۍ کې د درېیو ښخو په ګډون ۳۸ کسان په دُرو وهلي

د «آر.ام.ميډیا» موندنې ښيې چې طالبانو د تېرې یوې اوونۍ پرمهال په کابل، غور، فاریاب، پکتیا او پروان ولایتونو کې د درېیو ښځو په ګډون ۳۸ کسان په درو وهلي دي.
د تېر اوونۍ د (شنبه،۲د وږي) طالبانو په کابل او فاریاب ولایتونو کې ۱۳ کسان د غلا او نشهيي توکو د پېر او پلور په تور په ۳۰-۳۰ دُرې وهلي او دغه راز هر یو یې په یو- یو کال بند یې محکوم کړي و.
همدا رنګه د (دوشنبه،۴ د وږي) طالبانو په غور ولایت کې د درېیو ښځو په ګډون اووه کسان له (واده پرته د اړیکو لرلو، غلا) او د نورو بېلابېلو تورونو له املهعام محضر کې تعزیري سزاوې ورکړې وې.
د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دغو کسانو ته د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې سزا ورکړل شوې ده او همدارنګه دغه کسان له شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې پر بند او له ۳۰ څخه تر ۳۹ دُرو محکوم شوي دي.
دغه راز د (سه شنبې،۵ د وږي) طالبانو په پروان ولایت کې هم ۱۲ کسان د بېلابېلو تورونو له امله عام محضر کې په دُرو وهلي او پر بند محکوم کړي وو.
د همدې اوونۍ (پنجشنبه،۶ د وږي) د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په پکتیا ولایت کې یې شپږ کسانو ته د بېلابېلو تورونو له امله تعریري سزاوې ورکړي او دغه راز په تنفیذي بند یې هم محکوم کړي دي.
طالبانو له دې یوه اوونۍ وړاندې د پنځو ښځو په ګډون په څلور ولایتونو کې ۱۶ کسان په درو وهلي او عام محضر کې یې مجازات کړي وو.
طالبانو داسې مهال د خپلو صحرایي محکمو لړۍ دوامداره ساتلې، چې د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو په ټينګار سره غوښتي چې په سملاسي توګه تورنو ته په عام محضر کې د دُرو وهلو له سزا لاس واخلي او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته دې درناوی وکړي.
د یادونې ده چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ګڼ شمېر کسانو د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې تعزیري سزاوې ورکړي دي.