طالبانو بهرنیو موسساتو ته د ښځو د کار د منع فرمان د سرغړونې په اړه خبرداری ورکړ

د طالبانو اقتصاد وزارت په هیواد کې ټولو غیر دولتي موسساتو ته په دې بنسټونو کې د ښځو د کار د منع فرمان سرغړونې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د سرغړونکې موسېسې فعالیت به وځنډول او جواز به یې لغوه شي.
د طالبانو اقتصاد وزارت په ټينګار سره ویلي، که موسسات د بندیز په برخه کې همکاري ونه کړي، د سرغړوونکو بنسټونو ټول فعالیتونه به وځنډوي او جواز به یې لغوه شي.
طالبانو تېر کال د یو فرمان په صادرولو سره د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په غیر دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی و، خو طالبان وایې لا هم داسې موسسات شته چې ښځینه په کې کار کوي او دوی امر نه تطبیقوي.
له دې څه موده وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله هڅه کوي چې په دغه هیواد کې ټول بهرني موسسات وتړي.
طالبانو پر افغانستان د ولکې ټینګولو وروسته په دولتي ادارو کې ښځې له کار او نجونې له ښوونځیو راوګرځولې.
په داسې حال کې چې نړیوال سازمانونه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کوي، دې ډلې په وروستیو اونیو کې خپل محدودیتونه پراخ کړي دي.