د ۲۰۲۵ کال د ښځو حقونو نړیوالې جایزې دوه افغان مېرمنو وګټلې

د ۲۰۲۵ کال د ښځو حقونو نړیوالې جایزې د بشري حقونو د څه باندې ۳۰ بنسټونو ایتلاف لخوا په افغانستان کې د ښځو چارو مخکېنۍ وزیرې مسعودې جلال او لور یې حسنا جلال ورکړل شوې.
د یاد سازمان څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه جایزې مور او لور د جینوا د بشري حقونو سازمان په کلنۍ غونډه کې ترلاسه کړي دي.
اعلامیې زیاته کړې چې دا جایزه د ټولو هغو افغان مېرمنو په استازیتوب چې د بشري حقونو لپاره یې هڅه کړې، مسعودې جلال او حسنا جلال ته ډالۍ شوې دي.
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې مسعوده جلال لومړنۍ مېرمن وه چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې ځان نوماند کړی و او دا یې د هغې یوه میړانه بللې ده.
دغه راز د مسعوده جلال لوري حسنا جلال هم د افغان مېرمنو غورځنګ جوړ کړی چې په نړیواله کچه د ښځو غږ پورته کړي او د خپلې "زړورې مبارزې" په ترڅ کې خورا ډېر کړاو ګاللی دی.
دا جایزه د جینوا د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په ۱۷مه کلنۍ غونډه کې د ټولو هغو افغان مېرمنو په استازیتوب ډالۍ شوې چې د انساني کرامت او برابرۍ لپاره یې مبارزه کړې ده.
د مالوماتو له مخې واک ته د طالبانو په رسېدو سره لکه د ځینو نورو ښځینه فعالانو په څېر مسعوده جلال او حسنا جلال هالنډ ته تللې دي او لا یې هم د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره خپله مبارزه جاري ساتلې ده.
د افغانستان دوه مېرمنو ته داسې مهال د ښځو حقونو نړیوالې جایزې ورکول کیږي، چې په دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هیواد کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی او دغه راز دوی له کار کولو منعه شوي او پر دوی محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.