د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ افغان خبریالان له بد اقتصادي وضعیت شکایت کوی

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ افغان خبریالان له بد اقتصادي وضعیت شکایت کوی
Photo: The RM Media

دي نن د مې درېیمې د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، یوشمېر افغان خبریالان وایې، چې د وروستیو څو کلونو پرمهال یې، خپلې دندې له لاسه ورکړي او د وزګارتیا له امله له نامعلوم برخلیک او مالي ستونزو سره مخ شوي دي. 

په سوېلي ولایتونو کې یو سیمه‌ییز خبریال روح‌الله سادات چې پنځه میاشتې وړاندې یې، خپله دنده له لاسه ورکړې، وايي، د دندې له لاسه ورکولو وروسته له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی او لاتراوسه د دندې په موندل نه دی بریالی شوی. د نوموړي په خبره زیاتره خبريالان چې چاپي، راډيوګانو او انځوريزو رسنيو سره یې کار کاوه، وزګاره شوي او يا هم پرته له کوم امتياز څخه رسنیزې چارې مخ ته وړي. 

سادات زیاته کړه: «پنځه میاشتې پوره شوې چې زه بې روزګاره یم له زیاتو ستونزو سره مخ یم، بله چاره نه لرم مجبور یم چې له دې وروسته د خپل مسلک پر ځای دوکانداري وکړم یا بل غیر مسلکي کار ته مخه کړم.» 

د حمیدالله افغان په نامه یو بل خبریال چې دوه میاشتې وړاندې یې، کابل کې له یوې غږیزې رسنۍ سره کار کاوه. هغه وايي، په دې وروستیو کې پر افغانستان د امریکا د مرستو ځنډېدو سره په زیاتره رسنیو کې د خبریالانو معاشات نیم په نیمه راکم شوي او دغه راز کاري حجم هم زیات شوی دی. نوموړی زیاتوي معاش یې دومره کم شوی و، چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه‌ شوې برابرولی او له همدې امله مجبوره شو چې دنده له لاسه ورکړي.

 افغان زیاته کړه: «په رسنیو کې د پخوا په څېر معاش نه ورکول کیږي ځکه که پخوا د یو خبریال معاش دولس یا پنځلس زره افغانۍ و، نو اوس یې معاش اته زره افغانیو ته راکم شوی چې په دې سره د کورنۍ اړتیاوې نشي پوره کېدلی نو ځکه خو زیاتره خبریالان دندو پرېښودو ته اړ شوي.» 

د نوموړي په خبره زیاتره خبریالان د اقتصادي ستونزو او له مسلک لرې والي له امله په رواني ناروغۍ اخته شوي او له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. 

بلخوا د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې محدودیتونو او اقتصادي ناخوالو مالوماتو ته لاسرسی ګواښ سره مخ کړی او دغه سازمان له رسنیو سره خپل پیوستون څرګندوي. 

یوناما زیاته کړې چې د بد اقتصادي وضعیت له امله افغانستان کې رسنۍ مالي ستونزو سره مخ او دغه وضعیت ګڼ شمیر رسنۍ تړل کېدو ته اړ کړې دي. 

یو بل خبریال چې نور احمد یې مستعار نوم دی وایې، د یو کال پرمهال ګڼو رسنیو ته د کار کولو لپاره غوښتنلیکونه هم لېږلي، خو په وینا یې، تراوسه ورته له یوې رسنۍ څخه هم د کارکولو په موخه ځواب نه‌دی راغلی. د هغه په خبره په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري محدودیتونه او په ځانګړي ډول د ژوندیو موجوداتو پر انځور خپرولو بندیز له امله زیاتره خبریالان دندې پرېښودو ته اړ شوي دي. 

هغه وویل: «پر رسنیو او خاص ډول د انځورونو په بندېدو سره د رسنیو وضعیت ډیر خراب شوی، ټلوېزیون د راډیو بڼه خپله کړې او همدا لامل دی چې خبریالان له دندو ګوښه شوي او مالي ستونزو سره مخ دي.» 

په ورته مهال د بې پولې خبریالانو سازمان د رسنیو د آزادۍ نړیواله درجه بندي خپره کړې، چې افغانستان پکې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۷۵م ځای خپل کړی دی. د دغې درجه بندۍ له مخې ناروی، استونیا او هالینډ د رسنیو د آزادۍ له پلوه تر ټولو لوړه درجه کې راغلي او افغانستان، ایران، سوریه، چین او شمالي کوریا د یاد جدول په پای کې راغلي. تېر میلادي کال افغانستان په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۷۸م ځای خپل کړی و. 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره پر رسنیو بې مخینې بندیزونه ولګول شول، چې رسنۍ یې د کاري ځواک سربېره، له سختو مالي ننګونو سره هم مخ کړې دي.