د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ ۱۷ خبریالان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي

د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ ۱۷ خبریالان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي
Image: RM Media

په امریکا او نورو اروپایي هیوادونو کې مېشت افغان خبریالان وایې، چې د طالبانو د تېرې درې کلنې واکمنۍ پرمهال ۱۷ افغان خبریالان وژل شوي دي.

د یادو خبریالانو ټولنې د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې په دې موده کې ۲۸ نور خبریالان په هېواد کې دننه او بهر ټپیان شوي هم دي.

راپور زياته کړې چې د طالبانو د اوسني حکومت پرمهال دغه راز تر ۳۰۰ ډېر خبريالان د طالبانو له خوا زنداني شوي دي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو د حکومت پرمهالد  ۵۳۶ فعالو رسنیو له ډلې ۲۵۰ رسنۍ بندې شوې او یا  د خپل فعالیت درولو ته اړ ایستل شوې دي.

د دغو خبریالانو په راپور کې راغلي چې له شاوخوا دوه زره ښځینه خبریالانو اوس یوازې له ۱۰۰ کمې ښځې په رسنیو کې فعالیت کوي.

په راپور کې ویل شوي چې د تېر حکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو په رسېدو سره د څه باندې ۱۲ زره افغان خبریالانو له ډلې یوازې ۴۵۰۰ خبریالانو توانېدلي چې خپل کار ته دوام ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف د قانون له مخې، رسنۍ د ژوندیو موجوداتو د تصویر له ثبتېدو منع شوي چې دا کار د یو شمېر ټلویزیونونو د تړل کېدو لامل شوی دی.