د طالبانو له لوري زنداني شوي بریتانوي وګړي د خپل وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

د طالبانو له لوري زنداني شوي بریتانوي وګړي د خپل وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې
Photo: Observer Voice

د بریتانیا ورځپاڼې میل‌آنلاین د ۷۹ کلن بریتانوی وګړی پیټر رینولډز له قوله راپور ورکړی، چې نوموړی له څه باندې دوه میاشتو راهیسې د کابل په څرخي پله زندان کې ساتل کېږي.

رینولډز د زندان له یوه عمومي ټیلفونه اړیکه نیولې او د خپلې ۷۶ کلنې مېرمنې باربي رینولډز په اړه اندېښنه ښودلې، چې دا مهال د همدې زندان د ښځو په څانګه کې ساتل کېږي.

نوموړي په څرخي پله زندان کې د خپل او مېرمنې د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو یاد زندان یې « دوزخ په څېر» بللی دی.

هغه زیاته کړې چې د ساتلو ځای یې تر زندان ډېر یوه «قفس» ته ورته دی، خو د ښځو د شرایطو  پرتله یې دا حالت «ځانګړي شرایط» بللي دي.

د رینولډز په خبره هغه د زړه ناروغي لري او تېره اوونۍ یې د زړه درمل ختم شول چې په اروپایي ټولنې پورې اړوند یو وکیل وتوانید دغه درمل تر زندان ورورسوي.

بریتانوی وګړی پیټر رینولډز او د هغه مېرمن له تېرو دوو میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې ساتل کیږي او تراوسه یې د نیول کېدو په تړاو طالبانو هیڅ نه دي ویلي.

پیتر او باربي رینولډز له خپل ژباړن جایا او یوې چینايي الاصله امریکایۍ ملګرې فی هال سره د فبرورۍ پر لومړۍ ونیول شو.

دا جوړه، له کابله تر الوتنې  او په بامیان ولایت خپل استونګځي ته نږدې سیمه کې له الوتکې تر ښکته کېدو وروسته، د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شوه.