د صحرایي محکمو دوام؛ طالبانو په یوه اوونۍ کې د شپږو ښځو په ګډون ۲۳ کسان په دورو وهلي

د صحرایي محکمو دوام؛ طالبانو په یوه اوونۍ کې د شپږو ښځو په ګډون ۲۳ کسان په دورو وهلي
Photo: Social Media

د (آر.ام میډیا) د راټولو شویو مالوماتو پر اساس طالبانو د خپلو صحرایي محکمو په دوام په تېره یوه اوونۍ کې د بېلابېلو تورونو له امله په جوزجان، بدخشان او کابل کې د ۶ ښځو په ګډون ۲۳ کسان عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د تېرې اوونۍ (شنبې په ورځ، ۸ د وږي) طالبانو د یوې ښځې په ګډون دوه کسان د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې له واده پرته د اړیکو لرلو په تور عام محضر کې په دورو وهلي او دواړه یې په یو کال تنفیذي بند محکوم کړي دي.

د همدې تېرې اوونۍ د (یکشنبې ورځ،۹ د وږي) یادې ډلې په بدخشان ولایت کې د درېیو ښځو په ګډون ۷ کسان له واده پرته اړیکو لرلو او دغه راز د غلا په تور د خلکو د سترګو پر وړاندې ۳۹ دورې وهلي او همدارنګه هر یو یې له یو نیم کال تر دوو کلونو پر بند محکوم شوي.

د تېرې اوونۍ د (دوشنبې ورځ، ۱۰ د وږي) طالبانو په کابل کې ۱۲ کسان د نشه یي توکو د پېر او پلور او قاچاق په تور له له ۱۰ تر ۳۹ درو وهلي او هم یې هر یو تر یوه کال بند محکوم کړي دي.

د (سه شنبې په ورځ،۱۱ د وږي) په کابل او د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې دوه ښځې له واده پرته د اړیکو لرلو په تور ۳۹ دورې وهلې او په دوه کاله تفیذي بند یې محکومې کړې دي.

له دې یوه اوونۍ وړاندې هم طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلسرو محاکمو په لړ کې د ښځو او نارینه وو، په ګډون له ۳۵ زیات کسان مجازات کړي وو.

طالبانو د خپلې څلور کلنې واکمنۍ راهیسې د صحرایي محکمو لړۍ دوامداره ساتلې او په دې لړ کې د دوی قوانین ورځ تربلې مخ په سختېدو دي.

عام وګړي د طالبانو دغسي سخت دریځ د خلکو په منځ کي د بيره اچولو په معنی بولي او وايي له مذهبه په استفادې خلک خپل اطاعت ته مجبوروي.