د روغتیا نړیوال سازمان وایې افغانستان کې یې۳۳۹ روغتیایي کارکوونکي روزلي
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د وران ۲۰۲۴ م کال له پېل راهیسې یې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ۳۳۹ روغتيايي کارکوونکو ته روزنه ورکړې ده.
د دغه سازمان څخه(چهارشنبه،د لړم۳۰مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د دې روزل شویو روغتیایي کارکوونکو له ډلې یې ۱۵۴ ښځينه هم دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه نړيوال سازمان یوازې په هرات کې ۴۸ روغتيايي کارکوونکي چې نيمايي يې ښځې دي د روغتیایي خوندیتوب، لومړینو مرستو او نورو برخو کې روزلي دي.
د یاد سازمان د مالوماتو له مخې په دې روزل شویو کارکوونکو کې ډاکټران، د نسايي ناروغیو متخصصین او نرسان شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې لاهم د هیواد په زیاتره سیمو کې خلک روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري او دغه راز په روغتیایي مراکزو کې د ښځينه ډاکترانو نشتون بله هغه ستونزه ده، چې له کبله هېوادوال له جدي ننګونو سره مخامخ شوي دي.
د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې زیاتره متخصصین او په خاص ډول روغتیاپالان له هیواده وتلي دي.