د خوړو نړیوال پروګرام: په ټوله نړۍ کې شدیده لوږه مخ په پراخېدو ده

د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) د یو راپور په خپرولو سره په ټوله نړۍ کې د شدیدې لوږې د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.
په راپور کې راغلي چې شدیده لوږه په نړۍ کې د پراخېدو او زیاتېدو په حال کې ده او د افغانستان په ګډون په ۷۴ هېوادونو کې یې ۳۴۳ مېلیونه تنه تر اغېزې لاندې دي.
د دغه راپور د معالوماتو پر بنسټ، په غزې، سوډان، سوېلي سوډان، هایټي او مالي کې، ۱.۹ مېلیونه تنه له قحطۍ سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز زیاته کړې، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره ۱۶.۹ مېلیارد ډالرو ته اړتیا لري، چې په نړۍ کې د خوړو له پلوه ۱۲۳ مېلیونه تر ټولو زیانمنو او ناامنو کسانو سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې څه موده وړاندې هم د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدا اندېښنه ښودلې وه او په دې برخه کې یې له نړیوالو بنسټونو د مالي مرستې غوښتنه کړې وه.