د خوړو نړیوال پروګرام؛ سږکال ۱۰ میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام؛ سږکال ۱۰ میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي
Photo: RM Media

د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو.ایف.پي) وایې، چې د سږ کال دوبي کې نږدې ۱۰ میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د بودیجې کمښت په دلیل ډبلیو‌اف‌پي یوازې یو میلیون افغانانو سره مرسته کولی شي او په دې یو میلیون کسانو کې هغه خلک شامل دي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بلخوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» ویلي، چې روان ۲۰۲۵کال کې ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او له بسپنه ورکوونکو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

یوناما په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې وه، چې تېرکال ۲۰۲۴کال کې د بشري مرستو او بنسټیزو بشري اړتیاوو شریکانو د افغانانو ملاتړ لپاره په ګډه  ۳.۲۱ میلیارډ امریکایي ډالر ټول کړي وې چې د تېرکال بودیجې له کچې څخه ډېر وو.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بسپنه ورکوونکو مرستو پرمټ ملګري ملتونه او د هغې شریکان توانېدلي چې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو عملي پایلې وړاندې کړي، بنسټیزو خدماتو ته دوام ورکړي او د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو مقاومت پیاوړی کړي.

ملګروملتونو همداراز خبرداری ورکړی چې د نړیوال تمویل بحران او د بشردوستانه او اساسي بشري اړتیاوو په پروګرامونو باندې  د هغې ډراماتیک اغېز کولی شي، تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د ثبات په برخه کې ترلاسه شوي نازک پرمختګونه، له ګواښ سره مخ کړي.

له هغه وخته چې د طالبانو ډلې په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، په دغه هېواد کې بشري ناورین مخ په زیاتېدو دی او شاوخوا نیمایي وګړي کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

په همدې حال کې زیاتره نړیوالو بنسټونو خپل فعالیتونه ځنډولي، د امریکا مرستې بندې شوي او په زرګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ښځې او نجونې له کار او زده‌کړو څخه بې برخې شوي دي او همدا لامل دی چې دا مهال په افغانستان کې میلیونونه خلک له پراخې لوږې سره مخ دي.