د افغانستان ښځینه والیبال لوبډله د مرکزي آسیا زون سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان ښځینه والیبال لوبډله د مرکزي آسیا زون سیالیو کې ګډون کوي
Photo: Social Media

په دغه سیالیو کې افغانستان، قرغیزستان، مالدیف، ترکمنستان او بنګله دېش د والیبال ښځینه ملي لوبډلې ګډون کوي. 

د مالوماتو له مخې د مرکزي آسیا زون د والیبال دغه سیالۍ د اسیا د والیبال کنفدراسیون تر څار لاندې د مالدیف په کوربه توب د دغه هېواد په پلازمېنې «ماله» ښار کې د روانې (ډسنبر میاشتې ١٢مه نېټه) پېلېږي. 

له دې وړاندې د افغانستان د والیبال ښځینه لوبډلې د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د اسلامي هېوادونو د پیستون سیالیو کې خپلو سیالیو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره پنځم مقام خپل کړی وو.

اوسمهال د افغان لوبډلې روزنه د افغانستان د نارینه والیبال ملي لوبډلې د مشر ایراني روزونکي محمد اسداللهي پر غاړه ده. 

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د والیبال ښځینه ملي لوبډلې غړې د المپیک ملي کمېتې او د ولیبال نړیوال فدراسیون په همکارۍ له ایران، استرالیا او اروپايي هېوادونو څخه دې لوبو ته لېږل شوې دي. 

طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال پر افغان ښځو له زده کړو سربېره پر ورزش کولو هم بندیز لګولی او له همدې امله په سلګونه افغان ښځینه ورزشکارانې بهر ته کډوالې شوې دي.