تورخم دروازه بند پاتې کېدو؛ په کابل او ولایتونو کې د توکو د بیو د لوړیدو نوې څپه
د طالبانو او پاکستاني پوځي ځواکونو تر منځ د نښتو او سیاسي ناندریو وروسته، د تورخم دروازه شاوخوا درې میاشتې کېږي د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره تړل شوې ده. عام وګړي او سوداګر وايي چې د تورخم دروازې اوږدمهاله تړل کېدو له امله په کابل او څو نورو ولایتونو کې د خوړو او سون توکو بیې په چټکس لوړې شوي، چې د کورنیو پر ژوند فشار زیات کړی دی.
بهارالله، د کابل اوسیدونکی، وايي چې د تورخم دروازې بندیدل د بیو د نوي لوړیدو سره سمون لري:
«مخکې به مو لس لیتره غوړي په ۸۰۰ افغانۍ اخیستل، خو اوس یې بیه ۱۲۰۰ افغانی ده. د یوې بوجۍ اوړه بیه له ۱۳۰۰ څخه ۱۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې، او سمېنت چې مخکې به یې ۳۰۰ افغانیه اخیسته، اوس تر ۷۰۰ افغانیو پورې رسیږي. د بیکارۍ او فقر له امله دا لوړوالی د ژوند ستونزې لاپسې زیاتې کړي.»
محمد صمیم، د ننګرهار اوسیدونکی، هم د تورخم دروازې بندیدو او د بیو د لوړیدو په اړه اندېښمن دی. هغه وايي، د دې دروازې د تړل کېدو له کبله د یومن بورې بیه له ۳۵۰ څخه ۵۴۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه زیاتوي چې د تورخم دروازې بندیدل او د بازارونو کمزورې څارنه، د خوړو او سون توکو د بیو د لوړیدو نوې څپه رامنځته کړې ده؛ هغه موضوع چې د خلکو اندېښنې یې پارولې او ګڼې کورنۍ یې په لومړنیو اړتیاوو کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه ټینګار کوي چې د خوړو او سون توکو د بیو د کنټرول لپاره باید جدي پاملرنه وشي ترڅو د بې ثباتۍ مخه ونیول شي:
«له کله چې د تورخم دروازه بند شوې، د هر څه بیه لوړه شوې، ځکه مخکې به توکي د تورخم له لارې په ارزانه واردېدل او نرخونه دومره لوړ نه وو.»
حبیب سید، په کابل کې د خوړو او سون توکو پلورونکی، وايي چې د تورخم د دروازې د تړل کېدو له امله بیې ورځ تر بلې لوړېږي. هغه زیاتوي چې د یو ټن اوړو بیه شاوخوا ۳۵ ډالره لوړه شوې، د یوې لیتر تېلو بیه ۸ افغانۍ او د یوه کیلو ګاز مایع بیه تر ۶ افغانیو پورې لوړه شوې ده.
هغه وايي، اوړه د هغو توکو له جملې دي چې له نورو هېوادونو واردیږي، خو دا لاهم واضح نه ده چې د تورخم د تړل کېدو له امله یې بیه ولې لوړه شوې ده. حبیب سید زیاتوي: «بوره، غوړي، اوړه، سمېنت او نور خوراکي توکي چې مخکې به د تورخم له لارې واردېدل، ارزانه به تمامېدل؛ خو اوس دا توکي له منځنۍ اسیا واردېږي چې کرایه یې لوړه ده. همدا لامل دی چې بیې لوړې شوې او ځینې توکي په بازارونو کې کم شوي هم دي.»
له بلې خوا، حسن علي، افغان سوداګر، وايي چې د تورخم د دروازې بندیدو له امله سوداګري په دواړو خواوو کې ودریده او هره ورځ میلیونونه ډالر سوداګر تاوان کوي:
«د تورخم د بندیدو له امله، په موټرو کې بار شوي توکي په دواړو خواوو کې له منځه تللي یا په نیمایي بیه پلورل شوي دي. لا هم زرګونه بار وړونکي موټر په دواړو خواوو کې ولاړ دي، او دغه دروازه باید ژر تر ژره پرانستل شي.»
شاوخوا درې میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لارې تړل شوې دي. له دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبرداری ورکړی و، چې د دې لارو تړل کیدل کیدای شي په میاشت کې دواړو خواوو ته تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو پورې زیان ورسوي.