برخلیک پلورل کیږي؛ نجونې د زیږون دمخه د واده لپاره نومول کیږي

برخلیک پلورل کیږي؛ نجونې د زیږون دمخه د واده لپاره نومول کیږي
Source: Zainab(shared anonymously to protect her identity).

په کم عمرۍ د نجونو ودول او له زېږون مخکې د هلک په نوم کول د افغانستان په زیاتره سیمو کې له لویو ننګونو دي، چې د ښځو ژوند یې تر اغېز لاندې راوستی چې ټولنه کې بېلابېلې منفي پایلې پر ځای پرېږدي.

د کندوز د خان آباد ولسوالۍ په یوه څنډه کې یوه مېرمن د خپل ژوند دردوونکې کیسه کوي، چې د ناوړه دود له امله یې لور له زېږېدو مخکې د بل هلک په نوم شوې وه.

۴۶ کلنه زینب هغه مور ده چې له اوښکو په ډکو سترګو د خپلې لور د برخلیک دردوونکې کیسه بیان وایې، د هغې لور کلثوم مخکې له دې چې سترګې نړۍ ته پرانيزي برخلیک یې پلار لا له وړاندې ټاکلی و.

هغه وايي، لور یې پلار له زېږېدو مخکې خپل وراره ته په نوم کړې وه، خو اوس یې د لور خاوند په نشه یي توکو روږدی او لور یې له کړاو ډک ژوند تېروي.

زینب زیاتوي د زېږون پر مهال یې هیله یوازې دا وه چې ماشوم یې هلک وي، له دې له امله نه چې زوی یې خوښېده، بلکې د دې لپاره څو له هغه برخلیکه وتښتي چې په نس کې یې د لور لپاره ټاکل شوی و.

زینت زیاته کړه: «تقریبآ شل کاله مخکې زما په نس ماشوم و، پلار یې بل ورور ته وویل، که زموږ له مېرمنو یوې لور وزېږوله، د بل زوی ته به یې په نوم کوي؛ همداسې وشول زما لور وزېږدله نو پلار یې خپل وراره ته ورکړل چې له لور مې پنځه کاله مشر هم و کله چې مې لور برابره شوه نو واده یې وکړ خو خاوند یې په نشه یي توکو اخته دی او اوس یې ژوند ډېر بد دی زه ورسره ځوریږم.»

نوموړې زیاته کړه، سره له دې چې هغې په دې معامله کې رضایت نه‌ درلود او څو ځلې یې خپل احساس او د لېوالتیا نشتون بیان کړی، خو هغه مهال یې هیچا غږ وانه ورېده.

زینب په ژړه غونې غږ کیسه کوي او وایې، چې لور یې نږدې شپږ کاله وړاندې په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې چې یې د شاقه کارونو ترسره کولو، وهلو ټکولو او نورو بې شمېره ستونزو ګاللو سربېره، په کم عمر کې د څو اولادونو خاونده هم شوه چې د هغوی پاللو او روزولو سره يې ستونزې نورې هم زیاتې شوې.

د هغې په وینا، د کلثوم مېړه پر نشه‌يي توکو روږدی دی، د ګټې وټې او خپلو ماشومانو ته د نفقې پیدا کولو وس يې نه لري او همدا وجه ده چې د ماشومانو خوراک، لباس او د درملو نشتون له امله په روانې ناروغۍ اخته شوې ده.

زینب وایې: «د لور مې اوس څلور اولادونه دي مشره لور نهه کلنه ده، مونږ ورسره  ډېر کله د ډوډۍ مرسته کوو خو تر کومه به دا کار کوو، لور مې د مېړه په کور کې تنګه شوې او ډېر کله راته وایې چې ځان وژنه کوم خو زه ورته حوصله ورکوم د لور ژوند مې له خاورو سره خاورې شو.»

نوموړې وایې، کلثوم اوسمهال له ستونزو ډک ژوند لري او د یوه ورتپل شوي سرنوشت تر بار لاندې ژوند تېروي.

د هغې په خبره مېړه یې هم په خپله پرېکړه لاتراوسه پښېمانه دی او د لور له واده را وروسته په رواني ناروغۍ اخته شوی، ځکه لور ته ځوریږي او له وسې هیڅ نه کیږي.

زینب زیاته کړه: «خاوند مې هم ډېره خفه و، چې د خپلې لور نکاح یې له وراره سره وشوه، ما هم ډېر مخالفت وکړ خو خاوند مې ویل اوس په شرط کې راغلی یم؛ په پایله کې مجبوره شوم چې لور مې هماغه هلک ته چې کلونه مخکې ورسره زما خاوند شرط ایښی و، ورکړم.»

د زینب په سترګو کې اوښکې ډنډېږي او له نورو کورنیو غواړي چې د خپلو لوڼو برخلیک د ناسمو دودونو لپاره قرباني نه‌کړي.

هغه وایې: «خپلې لوڼې مو په خپله مه وژنئ پرېږدئ چې زده کړې وکړي او په خپله خوښه د ژوند ملګری وټاکي، که تاسې د خپلو لوڼو حق ادا نه کړې نو د تل لپاره به کړېږې.»

بلخوا دیني عالم حکمت الله حنفي وایې، چې په ماشومانو شرط بندي د اسلام خلاف عمل دی او په اسلام کې داسې ناوړه دودونه ځای نه‌لري. نوموړی ټینګار کوي چې په واده کې بلوغ او د طرفینو رضایت اساسي شرطونه دي او کوم ودونه چې د نجلۍ او هلک له خوښې پرته وشي، اصلاً نکاح یې نه کېږي.

حنفي زیاته کړه: «په اسلامي فقه کې د نکاح پرمهال د نجلۍ او هلک دواړو رضایت شرط دی، که دې برخې ته پام ونشي نکاح نه کیږي او دغه راز له ږېږون مخکې نجلۍ د هلک په نوم کول د اسلامي شریعت خلاف عمل دی او دا یوه حرام کار دی نجلۍ کولای شي طلاق واخلي.»

د افغانستان په زیاتره سیمو کې لاهم له زېږون مخکې د ماشوم پر جنسیت شرط تړل او له زېږون مخکې د نجونو په نوم کولو دود شته او دغه قضیې ډېری د هغو کورنیو ترمنځ چې د خپلوي اړیکې لري، ترسره کېږي چې د رواني او ټولنیز پلوه هم بدې پایلې لري.