بدخشان کې ښځینه زده کړیالانو ته د طالبانو خبرداری
بدخشان کې ځایی سرچینې خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د طالبان د امربالمعروف ادارې د یو خبرداري په خپرولو سره د طبي علومو په برخه کې د خصوصي انستیتوتونو له مسوولانو او ښځينه ذکړیالانو غوښتي چې د بورقې(چادري)پر ځای دې له عربي حجاب استفاده وکړي.
سرچینې زیاته کړې چې د امربالمعروف ادارې دغه خبرداری(دوشنبه،د عقرب۷مه)په دغه ولایت کې د خصوصي انستیتوتونو له مسوولانو سره د یوې ځانګړې ناستې پر مهال ورکړی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې پر هغه ښځينه محصلینو چې اوسمهال د بدخشان د طب په نیمه عالي مرکزونو کې پر زده کړو بوختې دي، له حجاب سربیره پرې د دستکشو په ګډون د بشپړ حجاب پر مراعات کولو ټينګار شوی دی.
د امربالمعروف ادارې مسوولانو دغه راز په ټینګار سره د اسلامي شریعت د حجاب پر پلي کیدو ټینګار کړی او ویلي یي دي که څوک یې له پریکړې سرغړونه وکړي نو له قانوني چلند سره به مخ شي.
د طالبانو له دې خبرداري وروسته د ښځينه محصلینو اندېښنې راپارولي دي او له طالبانو یې غوښتي چې پر دوی دې د محدودیتونو پر ځای نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو په رسیدو سره پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیز لګیدلی او هغه نجونې چې له د طالبانو له راتګ وړاندې له دولسم ټولګیو فارغې شوي هغوی ته یې په نیمه عالي طب برخه کې د زده کړو اجازه ورکړې ده