ایران د روان کال تر پایه دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال باسي
د کډواولو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، د ایران حکومت په پلان کې لري څو د روان لمریز کال تر پایه دوه میلیونه غیر قانوني افغان کډوال وباسي.
یاد سازمان ویلي چې سږکال هم له ایران او پاکستان څخه په زرګونه افغان کډوال په جبري ډول راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پر ایراني او پاکستاني چارواکو د کډوالو په برخه کې پر شته پالیسۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې، د کډوالو بېرته ستنېدل باید داوطلبانه وي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ایران د انتظامي ځواکونو قومندان ویلي و، چې ډېر ژر به دوه میلیونه ناقانونه افغانان وباسي.