افغان سندرغاړې زلاله هاشمي په کابل کې لادرکه شوې

افغان سندرغاړې زلاله هاشمي په کابل کې لادرکه شوې
Photo: Zulala Hashimi Facebook Profile

سرچینې وایې چې د افغان ستوري مشهوره سندرغاړې «زلاله هاشمي» شاوخوا ۱۶ ورځې وړاندې په کابل کې له خپل کور نادرکه شوې ده.

د هاشمي مېړه محسن هاشمي په یوه ویډیو پیغام کې ادعا کړې، چې نوموړې په کابل کې له خپلو ملګرو سره له کوره د تفریح او بازار ته د سودا اخېستو په موخه وتلې او بیا نه ده راګرځېدلې او تراوسه ورسره تماس نه دی شوی او تر ننه ترې هیڅ احوال نه لري.

زلاله هاشمي دا مهال یو څلور کلن زوی هم لري چې په کور کې ترې پاتې شوی دی، د نوموړې کورنۍ له خلکو مرسته غوښتې او ویلي یې دي، چې تراوسه یې د هغې د ځای او روغتیا معلومولو په تړاو هڅې بې نتیجې وې.

بلخوا د کابل د امنیه قومندانۍ لپاره طالب ویاند، خالد ځدراڼ وايي، زلاله هاشمي د ورکېدو په اړه د ځینو راپورونو او اوازو له امله د کابل پولیسو له لوري لومړنۍ څېړنې شوې دي.

هغه زیاته کړې، تر دې دمه د ترلاسه شویو شواهدو لمخې داسې ښکاري چې زلاله هاشمي پخپله خوښه له کوره وتلې وي ځکه د زور یا تښتوونې نښې نه دي لیدل شوي. ځدراڼ ویلي، په دې تړاو څېړنه دوام لري او د اړتیا پر مهال به جزییات له رسنیو سره شریک کړي.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو ځینو فعالانو هم د زلالې هاشمي په ورکېدو سخته اندېښنه ښوولې ده.د ښځو حقونو فعالې نظیفې جلال په افغانستان کې د ښځو د وضیعت اندېښمنونکی بللی او اوسنی وضیعت یې د ښځو لپاره یوه فاجعه ګڼلې ده.

دغه راز افغان مشهورې سندر غاړې اریانا سعید هم د هغې پر «تښتونې» اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې او بشر حقونو سازمانونو یې پر طالبانو د فشار راوړلو غوښتنه کړې، څو دا قضیه وڅېړي.

سعید زیاته کړې:«موږ له ټولو بشري حقونو نړیوالو ادارو، د ازادو رسنیو او عدالت‌پالو څخه غوښتنه کوو چې د زلاله هاشمي د موندلو لپاره خپل غږ اوچت کړي.»

زلاله هاشمي په اصل د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکې وه، چې د طالبانو له حاکمیت وړاندې د «افغان ستوري» په نامه یوې هنري او سندریزې خپرونې کې ګډون وکړ او د سندرو ویلو له امله مشهوره شوه او د یوه محدود وخت لپاره یې سندرې وویلې.

له کله راهېسې چې د طالبانو ډله په افغانستان کې واک ته رسېدلې په موسیقۍ او سندرغاړو یې کلک بندیز لګولی، چې له امله یې په ګڼ شمې افغان سندرغاړي ګاونډیو او اروپایي هیوادونو ته کډوال شوي او ځینې یې هیواد کې په پټه د سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.