کونړ کې د نامشروع اړېکو په تور هلک او نجلۍ وژل شوي

کونړ کې ځایي سرچینو ویلي چې د دغه ولایت د چپې درې ولسوالۍ اړوند«د وطلي» سيمه کې يو ځوان او نجلۍ د نامشروع اړيکو په تور په ډزو وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي په دې پېښه کې هلک او نجلۍ دواړه د نجلۍ د ورور لخوا پر ډزو وژل شوي دي.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې ویلي چې دغه راز يو بل تن هغه مهال ټپي شو، چې يوه ډله کسان د قرباني هلک د کورنۍ لخوا د قرباني نجلۍ کورنۍ ته د همدې موضوع په تړاو د سپيناوي لپاره ورتلل چې پر دوی هم ډزې شوې وې.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو او نجونو دا ډول وژنې زیاتې شوي، چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی، په بدو او کم عمرۍ کې د نجونو ورکړه او نور لاملونه ګڼل کیږي.