په تخار کې د یوې ښځې او یوه نارینه وژنه او پر یوې نجلۍ جنسي تېری شوی

په تخار کې د طالبانو امنیتي مسوولان وایې چې د دغه په مربوطاتو کې یوه ښځه او یو نارینه وژل شوی او پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی دی.
په تخار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند محمداکبر حقاني ویلي،چې دا پېښه بیګاه شپه د تالقان په «چوبور» کلي کې شوې ده.
د نوموړي د مالوماتو له مخې په یاده سیمه کې وسله وال غلهیو کور ته ور اوښتي او چې پرمهال یې د کور میرمن او خاوند د چړو او لرګي په ګوزارونو وژلي او پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ یې جنسي تېری کړی دی.
د هغه په خبره دوی د یادې پېښې په تور یو کس نیولی او بل هغه له سیمې تښېدلی دی چې دوی د نیولو هڅې پيل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې دا ډول جنایي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیر شخصي دښمني، کورنی تاوتریخوالی او نور لاملونه بلل کیږي.