طالبان:د کابل سرینا هوټل قرارداد یې له یو نړیوال شرکت سره لاسلیک کړی

طالبان:د کابل سرینا هوټل قرارداد یې له یو نړیوال شرکت سره لاسلیک کړی
Photo: Globle News

د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل سرینا هوټل قرارداد یې له یوه نړیوال شرکت سره لاسلیک کړی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د کابل سرینا هوټل قرارداد د اغا خان له بنسټ سره پای ته رسېدلې او مدیریت یې یو نوي شرکت ته سپارل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل سرینا هوټل د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپل فعالیت د پای ته رسېدو اعلان کړی و.

کابل سرینا هوټل په تېرو ۲۰ کالو کې د اغا بنسټ له خوا مدیریت کېده او میلمانه یې تر ډېره دیپلوماتان او سیلانیان وو.