د ښځو پر ګرځېدو د طالبانو او یوناما ترمنځ ناندرۍ

د ښځو پر ګرځېدو د طالبانو او یوناما ترمنځ ناندرۍ
Photo: UNAMA

د ښځو پر ګرځېدو د طالبانو د بندیز په تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د راپور له خپرېدو وروسته، د طالبانو د امربالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه د دغه وزارت د بدنامولو په هڅه کې دي.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د شریعت په چوکاټ کې یې پر ښځو هېڅ ډول محدویتونه نه دي لګولي او له کوره بهر د ښځو د ګرځېدو بندیز په تړاو د یوناما راپور بې‌بنسټه دی.

خبرپاڼې د امربالمعروف وزارت د چارواکو له قوله ویلي یوازې پر هغو ښځو بندیز لګول شوی چې له ۷۲ کیلومټرو ډېر سفر کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما تېره ورځ راپور ورکړی و، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکز وزارت له کورونو څخه بهر د ښځو پر وتلو بندیز لګولی او په ښارونو او بازارونو کې یې ګرځېدل محدود کړي دي.

یوناما د تېر ۲۰۲۴ کال د وروستیو دوو میاشتو په تازه راپور کې ویلي و، چې طالبانو له ښځو اساسي آزادۍ او حقونه اخیستي او پر بیان آزادۍ یې بندیز لګولای دی. 

طالبان د یوناما راپور داسې مهال ردوي چې د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر په ځینو ولایتونو کې د یو شمېر روغتیايي مرکزونو کارمندانې اړ کړي چې کار ته د تګ پرمهال محرم ولري.