د پخوانیو نظامیانو مرموزې وژنې؛ ننګرهار کې یو پخوانی نظامي وژل شوی

د پخوانیو نظامیانو مرموزې وژنې؛ ننګرهار کې یو پخوانی نظامي وژل شوی
Photo: Social Media

ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلوالو د تېر جمهوري حکومت یو نظامي افسر په ډزو وژلی دی.

سرچینې وایې چې د حصارک ولسوالي په «کوز اسیاب» کلي کې ناپېژانده وسله والو د نېک محمد په نوم د ملي اردو پر یو پخواني افسر ډزې کړي او هغه یې خپل کور ته څېرمه وژلی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې نیک محمد د جمهوريت پرمهال کندهار د ۲۰۵ اتل ققور اردو کې یو نظامي افسر و، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دنده نه درلوده او د بزګرۍ پر چارو بوخت و.

 تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.

له دې څه موده وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په یوه راپور کې ویلي و، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷ پخواني نظامیان وژل شوي او دغه راز په دې موده کې ۸ په خپلسرې توګه نیول شوي او درې یې شکنجه شوي دي.

دغه مخکینی نظامي داسې مهال وژل کېږي چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم د مخکیني حکومت پر ځینو نظامیانو او کارکوونکو بریدونه شوي چې ځینې یې وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.