د طالبانو امربالمعروف محتسبینو څلور کسان په بلخ ولایت کې نیولي دي

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په بلخ ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تور د څلور کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر محتسبینو له خوا د بلخ په مرکزي ښار کې نیول شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه کسان یې د(د مخدره موادو د قاچاق، نشه یي توکو د پېر او پلور) په تور نیولي.
د نیول شویو کسانو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
له دې مخکې هم د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت ګڼ شمېر هېوادوال د بېلابېلو تورونو په پلمه نیولي او بندیان کړي وو.