د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې له خپلې دندې استعفا کوي

د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري اعلان کړی چې له خپلې دندې استعفا کوي.
نوموړې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د امریکا د نوي ولسمشر د لوړې له ورځې سره هممهاله به له خپلې دندې استفعا وکړي.
امیري له خپلې دندې د استعفا په اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده، د بشري حقونو پر بنسټ له افغان ښځو دفاع او د هغوی لپاره کارکول ورته لوی ویاړ و.
د هغې په خبره لاهم ډېر کار ته اړتیا تر څو د افغان ښځو د حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه وشي او په دې برخه کې یې د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له زړورو ښځو او نارینه وو ملاتړ وکړي.
نوموړې دغه راز افغان نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازې په برخه کې له نړیوالو غوښتي څو پر طالبانو فشار راوړي چې له یادو کړونو لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په تېره درې کلنه دوره کې پر افغان نجونو او ښځو د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلي او پر دوی محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.