بلخ کې د سل ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو د زده کړې مرکز پرانیستل شو

بلخ کې د سل ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو د زده کړې مرکز پرانیستل شو
Image: RM Media

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې بلخ کې یې د ښځو د اقتصادي ملاتړ په موخه د غالیو اوبدلو ځانګړی مرکز جوړ کړی دی.

 یاد سازمان زیاته کړې چې د دغه مرکز له لارې به سل ښځې د غالیو اوبدلو له لارې د خپل معاش په وسیله له کورنیو مالي ملاتړ وکړي.

 د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ دغه راز ویلي، چې اوس مهال په دغه مرکز کې ۱۰۰ ښځې د غالیو د اوبدلو تر څنګ د پروسس پر چارو هم بوختې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له دې وړاندې هم د هیواد په ځینو ولایتونو کې د ښځو لپاره ورته حرفوي زده کړو مرکزونه جوړ کړي وو. 

بلخوا ښځینه صنعت ګرې د برښنا او خامو موادو نشتون، کم رنګه بازار، لوړه مالیه او پر ښځو د طالبانو کاري محدودیتونه هغه لاملونه یادوي چې له کبله یې د دوی ورځنۍ چارې ډیر کله له خنډ سره مخ وي.