ایران کې دوه افغان کاریګر مړه شوي

ایران کې دوه افغان کاریګر مړه شوي
Photo: Iran Flag

یو شمیرسرچینو خبر ورکړی چې په ایران کې دوو افغان ځوانانو د ګازنیونې له کبله خپل ژوند بایللی دی.

سرچینې زیاته کړې چې پېښه تېره ورځ(یک شنبه،۱۸د لېندۍ)هغه مهال رامنځته شوط چې د عبدالرحیم او محمد په نامه افغان ځوانان په یوه کارخونه کې د «تورو غوړیو» پر تصفیې بوخت وو.

د سرچینې د مالوماتو له مخې مړه شوي کسان په اصل د افغانستان د بادغیس ولایت اوسیدونکي وو، چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره په هیواد کې بې روزګاري زیاته شوې او زیاتره افغان ځوانان د امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو له امله له هېواد وتلي، اوس په ایران کې له مشکلاتو سره مخ دي.