قطر د ۲۰۲۵ کال «د فساد ضد او نوښتګر ځوان» جایزه مطیع الله ویسا ته ډالۍ کړه.

قطر د ۲۰۲۵ کال «د فساد ضد او نوښتګر ځوان» جایزه مطیع الله ویسا ته ډالۍ کړه.
قطر د ۲۰۲۵ کال «د فساد ضد او نوښتګر ځوان» جایزه مطیع الله ویسا ته ډالۍ کړه.

د قطر امير شیخ تمیم الثاني د ٢٠٢٥ کال «دفساد ضد او غوره نوښتګر ځوان» نړيواله جايزه افغان ځوان مطيع الله ويسا ته ورکړه.

دا مراسم د قطر په پلازمېنې دوحه کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر ضد د دفتر په همکارۍ جوړ شوي وو، چې پکې د افغانستان د «قلم لار بنسټ» ټولنې مشر او د زده کړو فعال مطیع الله ویسا د پوهنې په برخه کې د خپلو هڅو او فعالیتونو له امله وستایل شو او جایزه ورکړل شوه.

د دې جایزې موخه د روڼوالي، نوښت او د فساد پر وړاندې د نړیوالې ژمنتیا پیاوړتیا بلل کېږي.

د «قلم لار» ټولنې مشر او د زده کړو فعال مطیع الله ویسا شاوخوا دوه کاله وړاندې د نجونو د زده کړو د ملاتړ له امله طالبانو زنداني کړی و او له یو کال زنداني کېدو وروسته بېرته خوشې شو.

د یادولو ده چې دغه له سرو زرو  جايزه هر کال د قطر د امیر لخوا  د ګڼو هېوادونو د نوماندانو له ډلې يو هغه ته ورکول کېږي، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د فساد پر ضد د مبارزې برخه کې کار کړی وي، چې سږ کال په افغانستان کې د زده کړو لپاره مبارزه کوونکي او د قلم لار ټولنې مشر مطيع الله ويسا ته ورکړل شوه.