د روغتیا نړیوال سازمان؛ طالبان دې په زلزله ځپلو سیمو کې پر ښځينه ډاکترانو محدودیتونه لرې کړې
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له طالبانو غوښتي چې افغان ښځينه مرستدویانو ته دې اجازه ورکړي تر څو په کونړ ولایت کې له زلزله ځپلو مېرمنو سره مرسته وکړي.
دا څرګندونې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مرستیالې استازې (ډاکټر موکتا شارما) کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې په کونړ کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت د ټپي ښځو د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو په برخه کې جدي ننګونې را منځته کړې دي.
شارما زیاتوي د دوی د مالوماتو له مخې اوسمهال د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې شااوخوا ۹۰ سلنه روغتیايي کادرونه نارینه دي او پاتې ۱۰ سلنه قابله ګانې او نرسانې دي.
هغې زیاته کړې چې په ځېنو مواردو کې مرستندويه سازمانونه او ښځينه کارکوونکې له ناامنۍ او شک سره مخامخ دي او په یو شمېر برخو کې نه شي کولی د خطر منلو ته غاړه کېږدي.
د شارما په خبره کونړ کې د یوې اوونۍ تېرېدو وروسته لا هم په زلزله ځپلو سیمو کې د ښځینه ناروغانو د لېږد لپاره د ټرانسپورټي وسایلو او ښځینه ډاکټرانو کمښت د زلزله ځپلو مېرمنو او نجونو درملنه محدوده کړې ده.
د هغې په وينا، د طالبانو له لوري د ښځو پر تګ راتګ بنديزونو د ښځو او ماشومانو روغتيايي خدمتونو ته رسېدل هم له ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړې ویلي د کونړ د نورګل ولسوالۍ مزار درې ته یې شپږ روغتیايي ټیمونه استولي چې د مور او ماشوم روغتیا، سلا مشورې او د ټپونو د درملنې خدمتونه وړاندې کوي.
بل خوا ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې چې کونړ کې د زلزلې له امله شااوخوا ۱۱ زره او ۶۰۰ میندوارې مېرمنې اغېزمنې شوې دي.
د یاد سازمان د اټکل له مخې په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله شااوخوا ۱۱ زره او ۶۰۰ میندوارې ښځو په ګډون ۸۴ زره کسان اغېزمن شوي او ۲۲۰۵ کسان مړه او ۳۶۴۰ نور ټپیان شوي دي.
دا سازمان وايي، په ټپیانو کې ۵۸ سلنه نارینه او ۴۲ سلنه نور ښځې او نجونې دي چې د ښځینه ډاکټرانو کمښت یې روغتیايي وضعیت لا خراب کړی دی.