افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره ومونده

د افغانستان کرکټ بورډ وایې، چې افغان نولس کلنې ملي لوبډلې د غوراوي پړاو سیالیو په ترڅ کې خپلې لومړۍ درې لوبې په ستر توپیر وګټلې او څلورمه لوبه چې ټاکل شوې وه د نیپال پر وړاندې یې ترسره کړي، د باران له امله بې پایلې شوه او د منډو په لوړې کچې سره یې د غوراوي پړاو لومړۍ لوبډلې په توګه نړیوال جام ته لاره ومونده.
د کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دریو بریاوو سره افغان لوبډلې د جدول لومړی مقام خپل کړی و او د یوازینۍ او مخکښې لوبډلې په توګه نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
د افغان لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکی خالد احمدزی د کرکټ نړیوالې شورا د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو.
ټاکل شوې چې د ۱۹کلنو کرکټ لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام لوبې په جنوري او فبروري میاشتو کې زمبابوې او نیمبیا هېوادونو کې ترسره شي.