پاکستان کې د افغان نجونو د زده کړو د بندیز په اړه غونډه جوړیږي

پاکستان کې د افغان نجونو د زده کړو د بندیز په اړه غونډه جوړیږي
Photo: RM Media

 اسلامي همکارۍ سازمان په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده‌کړې، ننګونې او فرصتونه تر سرلیک لاندې د جنورۍ په ۱۲-۱۱ مه په اسلام‌اباد کې غونډه کوي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دا غونډه به په ځانګړي ډول په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو د روان بندیز په اړه تمرکز وکړي.

د رسنیو د مالوماتو له مخې په دې غونډه کې به د طالبانو د هغو محدودیتونو په اړه خبرې وشي چې له کبله یې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې دي.

رسنیو زیاته کړې چې دا دوه ورځینۍ غونډه، چې د سعودي عربستان په ملاتړ او د پاکستان په کوربتوب جوړیږي د ۳۰ هیوادونو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په کښې ګډون وکړي.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو بندیزونه لګول شوي او تازه یې څه موده وړاندې طالبانو ښځې له نیمه طبي زده‌کړو هم منع کړي.