حامد کرزی: د نجونو د زده کړو مخالفت د هیواد ملي ګټو خلاف عمل دی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلام اباد په کوربه توب د نجونو د زده کړو په تړاو د جوړ شوي کنفرانس د پرېکړه ليک هرکلی کړی دی.
کرزي په خپله فیسبوک او اېکس پاڼه خپاره کړي چې نجونې د زده کړو حق لري او مخالفت يې د هېواد د ملي ګټو خلاف او د نه منلو وړ عمل دی.
نوموړي د هېواد په پرمختګ، ثبات او استحکام کې د ښځو او نجونو رول مهم بللی او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې بايد ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.
حامد کرزي له دې وړاندې هم له طالبانو په څو وارې د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې په اسلامي ټولنو کې د نجونو تعليم، فرصتونه او ننګونې تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس پرېکړه کې ليک د نجونو زده کړې اړينې بلل شوي او پر فرضيت يې ټينګار شوی دی.