طالبانو په کابل کې« له اسلامي او جهادي ارزښتونو د ملاتړ شورا» دوه غړي نیولي
په کابل کې ځایي سرچینې وایې د طالبانو استخباراتو د محمود حسن او عبدالقادر قانت په نامه دوه دیني عالمان نیولي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه دوه عالمان تېره ورځ ناوخته د کابل ښار په مربوطاتو کې د طالبانو استخباراتو نیولي او له ځانه سره یې وړي دي.
د سرچینې په وینا یاد دیني عالمان داسې مهال نیول شوي چې څو ورځې وړاندې یې په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له خوا د واک پر انحصار نیوکه کړې وه.
محمود حسن چې له اسلامي او جهادي ارزښتونو د ملاتړ شورا غړی هم دی هغه غونډې ته ویلي و، چې پر هبتالله سربېره د طالبانو د کابینې ۱۲ وزیران د کندهار دي.
نوموړي پر طالبانو غږ کړی و چې د واک انحصار ختم کړي او په واک کې د نورو ولایتونو او توکمونو استازي هم برخه ورکړي.
د مالوماتو له مخې محمود حسن په تېر حکومت کې د پنجشیر د حج او اوقافو شورا رییس و.
له نوموړي سربېره د یادې شورا بل غړيعبدالقادر قانت هم پر طالبانو نیوکه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې واک دې تر یو ولایت نه محدودوي.
له دې نږدې درې میاشتې وړاندې هم د طالبانو استخباراتو په کابل کې یو دیني عالم پر دوی د نیوکې په تور نیولی و، چې بیا وروسته د قومي مشرانو په ضمانت خوشې شو.
طالبانو د خپلې درې کلنۍ واکمنۍ پرمهال پر دوی انتقاد کوونکي نیولي او زیاتره یې له شکنجې کولو وروسته زنداني کړي دي.