د طالبانو استخباراتو په کابل کې یو بل دیني عالم نیولی

د طالبانو استخباراتو په کابل کې یو بل دیني عالم نیولی
Photo: Social Media

په کابل کې ځایي سرچینو ویلي چې د طالبانو استخباراتو یو دیني عالم مولوي عبدالعزیز شجاع چې د طالبانو له لوري یې له زده کړو څخه د نجونو پر محرومیت یې نیوکه کړې وه، په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د طالبانو استخباراتو نوموړی له خپل کور څخه بیولی او د دوو ورځو په تېرېدو لا کور ته نه دی ستون شوی.

سرچینه د دغه ديني عالم د نيولو لامل د طالبانو له لوري له زده کړو څخه د افغان نجونو او ښځو پر محروميت نيوکه کول ګڼي.

هغه ویډیو چې په خواله رسنیو کې خپره شوې په کې لیدل کیږي چې دیني عالم مولوي عبدالعزیز شجاع پر طالبانو د نیوکې په ډول وایې، چې د قرآن کریم ایاتونه یوازې د نارینه وو لپاره نه دي او خدای یوازې نارینه ته نه دي ویلي چې علم زده کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو استخباراتو په ورته مهال د مولوي عبدالقادر قانت او مولوي محمود حسن په نومونو دوه نور دیني عالمان هم نيولي دي.

طالبانو په دې وروستیو کې رسنۍ سانسور کړي او دغه راز پر دوی هغه انتقاد کوونکي یې زنداني کړي چې د طالبانو په خبره د دوی په حکومت پسې منفي تبلیغات کوي.