خانه حقوق بشرطالبانو په نیمروز کې یو هلک او نجلۍ له کوره د تېښتې په تور نیولي

طالبانو په نیمروز کې یو هلک او نجلۍ له کوره د تېښتې په تور نیولي

توسط رسانه دیده‌بان
38 بازدید
Photo: Social Media

نیمروز کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په(دلارام) ولسوالۍ کې د طالبانو امربالمعروف مختسبینو یوه نجلۍ او هلک له کوره د تېښتې په تور نیولي دي.

سرچینه زیاتوي یاد هلک او نجلۍ غوښتل د نیمروز له لارې ایران ته وتښتي چې د لارې په اوږدو کې طالبانو د تالاشۍ پر مهال نیولي او اوسمهال د نیمروز په امنیه قومندانۍ کې بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه میاشت وړاندې هم طالبانو په لوګر او کابل کې لس کسان چې نجونې او هلکان هم په کې شامل وو، له کوره د تېښتې په تور نیولي وو.

گشت و گذار بیشتر

پیام بگذارید