خانه حقوق بشرطالبانو په مختلفو برخو کې له اروپایي ټولنې د مرستې غوښتنه کړې

طالبانو په مختلفو برخو کې له اروپایي ټولنې د مرستې غوښتنه کړې

توسط رسانه دیده‌بان
0 نظرات

طالب چارواکو د اروپایي ټولنې له استازو سره په لیدنه کې په مختلفو برخو کې د مرستې غوښتنه کړې

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې وی رونیکا بوسویک پوهار سره لیدنه کړې ویلي، چې اروپایي ټولنه دې د نشه یي توکو د لمنځه وړلو په برخه کې د د بدیل کښت، کاري فرصتونو برابرولو او پر نشه یي توکو د روږدو کسانو په درملنه کې دې ورسره مرسته وکړي.

طالب چارواکي داسې مهال د مرستې غوښتنه کوي چې له دې څو ورځې وړاندې اروپایي ټولنې د یو راپور په خپرولو سره ویلی و، چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه زیات شوی دی.

لخوا په پنجشیر لپاره د طالبانو والي محمد آغا حکیم هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي  له مرستیالې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې له نړیوالو بنسټونو او مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي چې، په دغه ولایت کې د زیربناوو او پراختیا څخه د ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.

په دې لیدنه کې اوتونبايوا په پنجشير کې د امنيتي او بشري حقونو وضعيت ښه ارزولی او ډاډ یې ورکړی چې دغه سازمان په بېلابېلو برخو کې پنجشیر ته پاملرنه زیاته کړي

این مطالب نیز میتواند مفید باشد

پیام بگذارید