خانه حقوق بشرد وژل شویو نظامیانو مېرمنې؛ د روزګار ستونزې او د اولادونو د راتلونکي اندېښنې

د وژل شویو نظامیانو مېرمنې؛ د روزګار ستونزې او د اولادونو د راتلونکي اندېښنې

توسط رسانه دیده‌بان
4 بازدید
Afghan Military Widows Face Poverty and Unpaid Benefits

ثریا په جلال‌اباد کې د یوه خټین کور په کوټه کې د خپلو اولادونو ترڅنګ ناسته ده؛ په کوټه کې فرش او زړې توشکې هوارې دي. پر دېوال د خپل خاوند انځور ته اشاره کوي او وايي: «که خاوند مې ژوندی وای، ولې به در په در وم؟ جګړې راڅخه د ژوند ملګری واخیست. له کله چې هغه وژل شوی، ښه ورځ مو نه ده لیدلې.»

دغه مېرمن، چې د څلورو لوڼو او دوو زامنو مور ده، وايي خاوند یې د پخواني حکومت د پوځ په لیکو کې دنده لرله او له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. د ثریا په وینا، د خاوند له مرګ وروسته یې خواښې له کوره وایستله او دا له خپلو اولادونو سره د ننګرهار له بهسودو ولسوالۍ جلال‌اباد ته راغله. اوس دوه کاله کېږي چې په دغه ښار کې ژوند کوي.

ثریا د خلکو په کورونو کې کار کوي او خپلو اولادونو ته نفقه برابروي. هغه وايي د خاوند له وژل کېدو وروسته د کورنۍ د چارو د سمبالولو مسوولیت یوازې ورترغاړې دی او د خپل خاوند اړوند حقوق یې هم نه دي ترلاسه کړي.

ثریا وايي: «اقتصادي ستونزو مې د اولادونو پر زده‌کړو هم اغېز کړی دی. زامن مې اته او دولس کلن دي او دواړه د بې‌وزلۍ له امله له ښوونځي پاتې شوي دي. یو زوی مې اوس په ښار کې پلاستیک پلوري، څو د کورنۍ د لګښتونو په پوره کولو کې مرسته وکړي.»

د هغې له څلورو لوڼو دوه پنځلس کلنې غبرګونې دي، یوه ١٧ کلنه ده او بله یې واده شوې ده. ثریا وايي لوڼو یې تر اتم ټولګي زده‌کړې کړې، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې ښوونځی پرېښی دی. اوس یې لوڼې د خیاطۍ په یوه مرکز کې د دې کسب د زده‌کړې هڅه کوي.

د خاوند د مرګ په یادولو یې ستونی له درده ډکېږي او د څه وخت لپاره غلې کېږي. بیا په رېږدېدلي غږ وايي: «په افغانستان کې زما په څېر زرګونه ښځې کونډې شوې، زما اولادونو په څېر زرګونه نجونې او هلکان شته چې پلرونه یې په جګړو کې وژل شوي او بې سرپرسته دي، ان خپل حقوق هم نه راکوي له موږ لاره ورکه ده چې څه وکړو.»

ثریا له مرستندویه بنسټونو غواړي چې هغو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي چې د کار توان لري؛ داسې فرصت چې په عاید یې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره او د هغې په خبره، «پر خپلو پښو ودرېږي».

یاسمین، چې مستعار نوم یې دی، ۳۳ کاله عمر لري او له خپلو درېیو لوڼو او یوه زوی سره د کابل ښار په یوه څنډه کې په کرايي کور کې ژوند کوي. د هغې په وینا، خاوند یې د پخواني حکومت د ملي اردو افسر و او له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو.

هغه وايي د خاوند له مرګ وروسته د کور د لګښتونو د پوره کولو او د څلورو ماشومانو د پالنې مسوولیت ورترغاړې شو. اولادونه یې د اقتصادي ستونزو له امله له ښوونځي پاتې شوي دي.

د یاسمین زوی څوارلس کلن دی او تر شپږم ټولګي یې زده‌کړې کړې دي. هغه اوس ښوونځي ته د تلو پر ځای په ښار کې په لاسي کراچۍ کار کوي، څو د خپلې کورنۍ لپاره پیسې وګټي. درې لوڼې یې اته، نهه او یوولس کلنې دي او د خیاطۍ یوه مرکز ته ځي، چې دغه کسب زده کړي.

یاسمین وايي: «د خاوند له وژل کېدو وروسته مې کور وران شو او هغه هیلې چې ما درلودې، له خاورو سره خاورې شوې. اولادونه مې له زده‌کړو محروم شول.»

د هغې په وینا، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته څو ځلې د خپل خاوند د تقاعد او نورو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د تقاعد خزانې عمومي ریاست ته تللې، خو دغو هلو ځلو یې پایله نه ده ورکړې. هغه وايي کله ورته د بلې ورځې د ورتګ ژمنه شوې او کله یې غوښتنه رد شوې ده.

«کله چې د خپل خاوند د تقاعد پسې دولتي ادارو ته ورشم، پلمې کوي. ځینې بیا وايي چې پخواني نظامیان له موږ سره د تقاعد او نورو امتیازاتو د ترلاسه کولو حق نه لري.»

یاسمین وايي په ځینو مراجعاتو کې له توند چلند سره هم مخ شوې ده. د هغې په وینا، له بشري مرستو هم بې‌برخې پاتې ده او د ګاونډیانو او خپلوانو کله‌ناکله مرستې یې د کورنۍ د ټولو لګښتونو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

د خپلو اولادونو په اړه د خبرو پر مهال یې سترګې له اوښکو ډکېږي. وايي د ورځني خوراک برابرول ورته ستونزمن دي، خو تر دې ډېر د هغو ماشومانو راتلونکې اندېښمنه کړې چې له زده‌کړو پاتې دي: «د خاوند له مرګ وروسته ما او اولادونو مې په مړه ګېډه ډوډۍ نه ده خوړلې؛ خو ډېره د هغوی راتلونکې ته اندېښمنه یم. له زده‌کړو محروم شول او په بد وضعیت کې دي.»

د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو په کلونو کې ګڼ نظامیان ووژل شول او ډېرو ښځو د خپلو خاوندانو له مرګ وروسته د کورنیو د لګښتونو د پوره کولو او د اولادونو د پالنې مسوولیت پر غاړه واخیست. یو شمېر دغه ښځې وايي اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خپلو خاوندانو اړوند حقوق هم نه ترلاسه کوي.

د جمهوریت پر مهال د وژل شویو نظامیانو د پاتې شونو لپاره حقوق او مالي مرسته په پام کې نیول شوي وو.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د ۱۳۹۸ کال د کړنلارې له مخې، د نظامیانو د پاتې شونو حقوق د وژل شوي کس د وروستي میاشتني معاش د سل سلنې، له اجزاوو او ضمایمو سره، پر بنسټ ټاکل کېدل. همدارنګه، د وروستي معاش د دولسو میاشتو معادل یوځلنۍ مالي مرسته هم په پام کې نیول شوې وه چې د وژل شوي کس د وروستۍ دندې ادارې باید ورکړې وای.

خو ثریا او یاسمین وايي واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته یې د خپلو خاوندانو اړوند حقوق نه دي ترلاسه کړي. دواړه د ورځنیو لګښتونو د برابرولو ترڅنګ د خپلو اولادونو راتلونکې ته اندېښمنې دي؛ هغه ماشومان چې د دوی په وینا، اقتصادي ستونزو له ښوونځي لرې کړي دي.

موږ د یوې اوونۍ په جریان کې پرلپسې ډول هڅه وکړه، چې د افغانستان د تقاعد عمومي ادارې او د دفاع وزارت د ویاندویانو نظر هم ولرو خو دوی زموږ تلیفوني اړیکې ځواب نه کړې او د نظر په اخیستلو بریالي نشو.

گشت و گذار بیشتر

پیام بگذارید