خانه تغییرات اقلیمیتېر کال په افغانستان کې ۱۱۰ ښوونځي سېلابونو زیانمن کړي

تېر کال په افغانستان کې ۱۱۰ ښوونځي سېلابونو زیانمن کړي

توسط رسانه دیده‌بان
49 بازدید
Photo by Jéan Béller on Unsplash

  د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې د ۲۰۲۴ زیزدیز کال پر مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له کبله ۱۱۰ ښوونځیو ته زیان اوښتی او یا هم ویجار شوي.

له یونیسف څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو ښوونځيو د تخربېدو له کبله زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي او یا یې تدریسي بهیر ځنډنی شوی دی.

 خبرپاڼه یادې ادارې د اقلیمي بدلونونو څخه د افغان زده‌کوونکو خوندیتوب او دوی ته د یو خوندي او پیاوړي ښوونیز چاپیریال رامنځته کېدو لپاره د پانګونې غوښتنه کړې ده.

د یونیسف د مالوماتو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په ۸۵ هېوادونو کې لږ تر لږه ۲۴۲ میلیونه زده‌کوونکي د اقلیمي بدلونونو له کبله د زده‌کړو څخه بې برخې شوي وو.

گشت و گذار بیشتر

پیام بگذارید