خانه تغییرات اقلیمیجوز جان کې وچکالي کرنیز فصلونه ګواښي

جوز جان کې وچکالي کرنیز فصلونه ګواښي

توسط رسانه دیده‌بان
113 بازدید
Image by Couleur from Pixabay

 په جوز جان کې کروندګر شکایت کوي چې پرله‌پسې وچکالي، د اوبو نشتوالی او نباتي افتونو د دغه ولایت کرنیز فصلونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

د دغه ولایت یو بزګر احمدشاه وایې، د پرله‌پسې وچکاليو له امله د کرنيزو محصولاتو حاصلات په بې‌ساري ډول کم شوي دي.

دى وايي، پخوا به يې له يوه من غنمو  څخه تر ٣٠ منه حاصل ترلاسه کاوه، خو اوس دا شمېر ۸ منو ته راښکته شوې ده.

نوموړی یې اصلي لامل وچکالي او نباتي آفتونه بولي.

احمدشاه زیاته کړه:«سږکال وچکالي زیاته ده او همدا لامل دی چې فصلونه مو کال په کال حاصلات کموي او دغه راز د باران نشتون له کبله نباتي ناروغۍ هم زیاتې شوي د دې هر څه لامل وچکالي ده.»

د جوزجان یو بل بزګر عبدالله د وچکالي په ګډون نباتي ناروغي هم د محصولاتو د کموالي لامل بولي او له کرنې وزارت غوښتنه کوي.

د هغه په خبره د جوزجان خاوره ریګ لري او زیاتو اوبو ته اړتیا لري چې له همدې امله د دې ولایت کروندګر له ستونزو سره مخ دي.

نیازالدین زیاته کړه:«مونږ هیڅ وخت داسې وچکالي نه وه لېدلې لکه په دې وروستیو څو کلونو کې د وچکالۍ له کبله بزګرانو ته زیات مالي زیانونه اوښتي او که دا حالت دوام کوي ستونزې به لا زیاتیږي.»

بلخوا د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو رییس عبدالقادر وحدت د کروندګرو ستونزې تاییدوي او وایې، هڅې یې پیل کړي چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ د مخینوي په موخه د سېلابي اوبو د ذهیره کولو لپاره د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې کوچني چکډیمونه جوړ کړي.

وحدت زیاتوي:«په جوزجان کې وچکالۍ د بڼوالو او بزګرانو فصلونه ځپلي او دا حالت د اندېښنې دی هڅه کې یو، چې د دې ستونزې لپاره کوچني د اوبو چکډیمونه جوړ کړو چې دا ستونزه حل شي.»

 جوزجان د افغانستان یو له شمالي ولایتونو څخه دی چې ۸۰ سلنه وګړي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي خو د اوبو ډېرې کمې سرچینې لري. ددې ولایت کروندګر د اړتیا وړ اوبه له څنګ ولایتونو سرپل او بلخ څخه ترلاسه کوي چې وروستیو وچکالیو دغه سرچینې هم په زیاته اندازه وځپلې.

گشت و گذار بیشتر

پیام بگذارید