خانه حقوق بشرپنځه کاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې؛ پخواني دولتي کارکوونکي د تبعیضي چلند شکایت کوي

پنځه کاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې؛ پخواني دولتي کارکوونکي د تبعیضي چلند شکایت کوي

توسط رسانه دیده‌بان
2 بازدید

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، یو شمېر پخواني دولتي کارکوونکي وایي چې لا هم په دولتي ادارو کې له تبعیضي، سپکاوي ډک او سلیقوي چلند سره مخ دي. د دوی په وینا، طالبان په بېلابېلو پلمو تجربه لرونکي او مسلکي کارکوونکي له دندو ګوښه کوي او پر ځای یې خپل کسان ګوماري.

د جلال‌اباد ښاروالۍ د ساختماني برخې یو پخوانی کارکوونکی، چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي پنځلس کاله یې د انجنیرۍ په بست کې د ازادې سیالۍ له لارې د بریالیتوب وروسته دنده ترسره کړې، خو نږدې یو کال وړاندې طالبانو د ږېرې خریلو، خولۍ نه پر سرولو، له یوه طالب چارواکي سره د لفظي شخړې او د کاري اصولو د نه مراعتولو په تور له دندې ګوښه کړ.

هغه وایي، په حق کې یې ظلم شوی او هېڅوک یې د شکایت اورېدو ته چمتو نه دي.

هغه زیاتوي:

«په خپلې وړتیا، له ازموینې وروسته د انجینرۍ بست ته بریالی شوی وم، خو یو کال کېږي چې طالب مسوولانو د کاري اصولو د نه مراعتولو په تور له دندې منفک کړم او زما پر ځای یې د مدرسې یو ملا امام وګوماره.»

د هغه په وینا، یوازې دی نه، بلکې ګڼ شمېر نور پخواني کارکوونکي هم د کوم روښانه دلیل پرته، د سلیقوي چلندونو پر بنسټ، د غفلت او ناسوبتیا په نوم له دندو ګوښه شوي دي.

د یوې بلې دولتي ادارې یو برحاله کارکوونکی، چې هغه هم نه غواړي نوم یې خپور شي، وایي پخواني کارکوونکي د طالبانو له لوري په سپکو نومونو یادېږي او په اداري غونډو کې ورته د «ټامیانو» او «د جمهوریت د پاتې شونو» خطاب کېږي.

هغه وایي، په ډېرو غونډو کې طالب چارواکي ټینګار کوي چې د «ټامیانو او د جمهوریت د پاتې شونو» په شتون کې حکومتولي ناشونې ده او ټولې دولتي ادارې باید له هغوی تصفیه شي.

هغه وایي:

«پخواني مامورین نور په دندو کې د طالبانو له بې‌ځایه خبرو او ناسم چلند څخه ستړي شوي دي. ډېر وخت راته په قهرجنه لهجه وایي، تاسو د جمهوریت اولادونه یاست، ستاسو اصلاح ناشونې ده او باید په کور کېنئ.»

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په ګڼو دولتي ادارو کې طالب چارواکي پخواني کارکوونکي «خپل غلامان» بولي او په ځانګړې توګه تاجک، ازبېک او هزاره کارکوونکي په دوامداره توګه سپکوي، رټي او ګواښي؛ ان هغه کسان چې تر ډېرو طالب چارواکو لوړې تحصیلي او مسلکي وړتیاوې لري.

د ار.ام. میډیا د موندنو پر بنسټ، طالبانو په تېرو څو کلونو کې د «تنقیص» تر نامه لاندې زرګونه پخواني دولتي کارکوونکي د اضافي بستونو او یا له طالبانو سره د نه ژمنتیا په تور له دندو منفک کړي او د مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو پر ځای یې د دیني مدرسو زده‌کوونکي او خپل پلویان ګومارلي دي.

گشت و گذار بیشتر

پیام بگذارید