د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر خلکو ار.ام.میډیا ته ویلي، چې طالبان په یوه او بله پلمه د خلکو ځمکې او کورونه په زور اخلي او وروسته یې د دغې ډلې اړوندو کسانو او پلویانو ته سپاري.
کابل، ننګرهار، بامیان، کاپیسا، بدخشان، تخار او پروان هغه ولایتونه دي چې اوسېدونکو یې په دې اړه ورته ادعاوې کړې دي.
مستعار نوم شریفالله، چې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وایي طالبان غواړي د دغې ولسوالۍ د «ګیاوه درې» د پشهیانو کرنیزې ځمکې پر خپلو نږدې پلویانو ووېشي او د ځمکو اصلي مالکان ترې بېبرخې کړي.
هغه زیاتوي، د ګیاوه درې اوسېدونکي د دغو ځمکو د مالکیت پخواني او باوري اسناد لري او په تېرو کلونو کې یې مالیې هم ورکړې دي، خو طالبان دا اسناد نه مني او جعلي یې بولي.
د سرچینو په خبره، د نجراب ولسوالۍ د ګیاوه درې اوسېدونکي له تېرو څه باندې پنځو لسیزو راهیسې پر دغو ځمکو کرنه کوي.
هغه وایي: «موږ پر دې ځمکو ۵۰ کاله کېږي چې کرنه کوو، خو اوس طالبان راته وایي دا ځمکې دولتي دي او یا تاسې له پښتنو په زور نیولې دي. موږ د دې ځمکو اسناد لرو، مالیه مو ورکړې، خو دوی دا هر څه نه مني او هڅه کوي له موږ ځمکې واخلي او پر خپلو پلویانو یې ووېشي.»
نوموړی د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې د طالبانو د دې اقدام په پایله کې به د سیمې سلګونه پشهيي کورنۍ د بېځایه کېدو او د خپل عاید د اصلي سرچینې د له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ شي.
هغه طالبان په قومي تبعیضي چلند تورنوي او وایي، دا ډله د قومي تګلارو او زور له لارې هڅه کوي د دغې درې اصلي اوسېدونکي منزوي او له خپلو جایدادونو محروم کړي.
هغه زیاتوي: «طالبان له پښتنو پرته له نورو قومونو سره تبعیضي چلند کوي. نور قومونه ورته غلامان ښکاري. طالبان له خلکو کورونه، ځمکې او نور ملکیتونه په یوه او بله پلمه اخلي او خلک هم د وېرې څه نه شي ویلی.»
د کابل د پغمان ولسوالۍ د «قرغې» سیمې اوسېدونکي هم ورته شکایت لري.
د پغمان ولسوالۍ یو اوسېدونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، وایي طالبان هڅه کوي د تاجک، هزاره، ازبک او نورو قومونو ځمکې په زور او جبر واخلي او بیا یې هغو کسانو ته ووېشي چې د طالبانو پلویان دي او یا یې د تېر حکومت پر مهال له دغې ډلې سره همکاري لرله.
نوموړی زیاتوي، د طالبانو د عدلیې وزارت د دوی شرعي او قانوني قبالې او د ملکیت اسناد، له هېڅ ډول څېړنې پرته، جعلي بللي او د هغه په باور، په دغه بهیر کې هېڅ ډول روڼتیا نه وه.
د هغه په خبره، طالبان غواړي په دې توګه په هغو سیمو کې خپل پلویان ځای پر ځای کړي چې پخوا یې هلته نفوذ نه درلود.
هغه وایي: «طالبان هره ورځ راځي او له خلکو د ځمکو او کورونو اسناد غواړي. دا ټولې ځمکې اسناد لري او موږ د ظاهر شاه د واکمنۍ له وخته دلته ژوند کوو، خو طالبان د کینې له کبله له موږ سره تعصبي چلند کوي. کوم کور چې له خلکو ونیسي، په هغه کې طالبان ځای پر ځای کوي.»
له دې سربېره، د ننګرهار، بدخشان، تخار او بامیان ولایتونو د ځینو سیمو اوسېدونکي هم له ورته ستونزو شکایت کوي. د هغوی په وینا، د ستونزو د حل لپاره یې د طالبانو د والیانو دفترونو ته مراجعه کړې، خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.
د خلکو په وینا، طالبان غواړي د یادو ولایتونو د ځینو ښارګوټو او سیمو اوسېدونکي په جبري توګه بېځایه کړي او پر ځای یې خپل پلویان مېشت کړي.
په ورته مهال، د بشري حقونو فعال هدایت لودین وایي، د یوه قوم د ځمکو پر بل قوم وېشل د طالبانو له خوا د قومي تبعیض یوه بڼه ده، چې دوام یې کولای شي اوږدمهاله او جدي پایلې ولري.
هغه وایي: «که چېرې طالبان قومي تعصب کوي، نو دا به ناوړه پایلې ولري، ځکه په افغانستان کې حکومتونه پروژوي دي او دایمي نه پاتې کېږي. دا ډول کړنې د قومي تاوتریخوالي، د محلي شخړو د رامنځته کېدو، د ملي هویت د کمزوري کېدو، د ټولنیز یووالي د له منځه تلو او، په ټوله کې، په راتلونکې کې د قومونو ترمنځ د جګړو د رامنځته کېدو لاره هواروي.»
بلخوا، ګارډین ورځپاڼې هم په یوه څېړنیز راپور کې په کابل کې د طالبانو له لوري د سړکونو د جوړېدو او ښاري پراختیا لپاره د زرګونو کورونو تخریب ته «قومي انګیزه» ورکړې ده.
په راپور کې ویل شوي، د یو تعصبي چلند له مخې د کابل په هزاره او تاجک مېشتو سیمو کې پراخې ساحې د ښاري پراختیا په نوم په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.