افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې یو له خورا زیانمنونکو هېوادونو څخه دی، چې ورځ تر بلې په کې وچکالي زیاتېږي او د ځمکې لاندې د څښاک پاکو اوبو کچه مخ په ټیټېدو ده.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان له پلازمېنې کابل ښار سربېره په ډېرو ولایتونو کې د اوبو د کمښت ستونزه تر بل هر وخت جدي شوې ده. د دې ستونزې لاملونه د ورښتونو کمښت، د ځمکې لاندې اوبو زېرمو وچېدل، د ژورو څاهګانو کیندل او د طبیعي کنګلونو ویلې کېدل بلل کېږي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د وچکالۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې پلازمېنه کابل، چې شاوخوا شپږ میلیونه اوسېدونکي لري، د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې پر بېاوبو ښار بدله شي.
د یاد سازمان په راپور کې راغلي چې په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزه تر بل هر وخت ډېره شوې او د دې چارې اصلي لاملونه د ورښتونو کمښت، د ځمکې لاندې اوبو زېرمو وچېدل او د ژورو څاهګانو کیندل دي.
په راپور کې ویل شوي چې د کابل ښار ډېری اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره څو کیلومتره پلی مزل کوي او حتا د څښاک اوبو لپاره د جوماتونو له اوبو استفاده کوي.
راپور زیاتوي چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او هر کال د اقلیمي بدلون له امله لږ تر لږه ۷۰۰ زره افغانان له خپلو اصلي مېنو بېځایه کېږي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د افغانستان د چاپېریالي کړکېچن وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان کنګلونه په چټکۍ سره ویلې کېږي. د دغه سازمان په وینا، د اقلیمي بدلونونو له امله د هېواد طبیعي کنګلونه یا یخچالونه له جدي ګواښ سره مخ دي او دا وضعیت ښايي ویجاړوونکې اغېزې ولري.
دغه سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې د کرنیزو ځمکو خړوبول او د خوړو تولید په عمده توګه د طبیعي کنګلونو له اوبو سره تړاو لري. فایو ټینګار کړی چې د کنګلونو ساتنه باید د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې د پلانونو یوه مهمه برخه وي. د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې کنګلونه په چټکۍ سره د ویلې کېدو په حال کې دي.
په ورته مهال، د طالبانو تر کنټرول لاندې د کرنې او اوبو لګونې وزارت په یوه راپور کې ویلي چې په هېواد کې ۳۸۹۱ کنګلونه شته، چې ۹۲ سلنه یې د آمو سیند په حوزه او ۸ سلنه یې د کابل په حوزه کې موقعیت لري.
راپور زیاتوي چې د افغانستان د اوبو ۱۰ سلنه سرچینې له کنګلونو تأمینېږي او پاتې نورې یې د واورې له ویلې کېدو او بارانونو ترلاسه کېږي.
طالبان لا هم پر دې باور دي چې د اقلیمي بدلونونو اړوند ناورینونه په ټولنه کې د فساد له امله رامنځته کېږي، په داسې حال کې چې ډېرو نړیوالو سازمانونو په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو او چاپېریالي ناورینونو په تړاو د بېپامۍ خبرداری ورکړی دی.
دغه راز افغانستان د سولې صندوق، د نړیوال ریسک سازمان او د هوا پېژندنې نړیوال سازمان په راپورونو کې د اقلیمي بدلون له خطر سره د مخ هېوادونو په نوملړ کې شپږم ځای لري.