په افغانستان کې پرلهپسې وچکالیو او د اوبو کمښت د کرنیزو حاصلاتو د پام وړ کمېدو لامل شوی، چې له امله یې په بېلابېلو ولایتونو کې کروندګر او باغداران له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. یو شمېر بزګران وایي، د اوبو د کمښت له امله یې نه یوازې د غنمو، جوارو او نورو فصلونو حاصلات کم شوي، بلکې اړ شوي چې د اوبو له کم مصرفه بدیلو کښتونو سره ځان عیار کړي.
د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی مطیع الله چې د جوارو د فصل پر راټولولو بوخت دی، وایي چې د اقلیم بدلون او څو کلنې وچکالۍ د دې سیمې پر کرنې او باغدارۍ ژورې اغېزې کړې دي.
هغه وایي، په تېرو څو کلونو کې وچکالیو د دوی د ځمکو حاصلات نیمایي ته راکم کړي او سږ کال ډېرو بزګرانو د کافي اوبو د نشتوالي له امله د خپلو ځمکو یوه برخه هم نه ده کرلې.
هغه وایي: «بې وخته ورښتونو، سیلابونو او د اوبو کموالي له امله د هر فصل حاصل نیم په نیمه کم شوی. که پخوا مو له یوه جریب ځمکې ۶۰ منه جوار ترلاسه کول، اوس ۱۰ منه هم نه کوي، ځکه که اوبه وای، حاصل به مو هم زیات او کیفیت به یې لوړ وای. حاصل دومره کم شوی چې ان خپل لګښت هم نه پوره کوي.»
مطیع الله اندېښنه ښيي چې که د کروندګرو ستونزو ته جدي پاملرنه ونه شي، ډېری کورنۍ به له سختو اقتصادي ستونزو او د خوړو له کمښت سره مخ شي.
د هغه په وینا، د ښو حاصلاتو لپاره اړینه ده چې فصلونو ته پر وخت اوبه، اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې برابرې شي.
هغه له کرنیزو ملاتړو بنسټونو غواړي چې د باراني او سیلابي اوبو د ذخیره کولو لپاره په بېلابېلو سیمو کې بندونه او چکډیمونه جوړ کړي، څو د اوبو د کمښت ستونزه تر یوه بریده حل شي.
هغه زیاتوي: «وچکالۍ غنم او جوار ډېر اغېزمن کړي؛ ځکه اوبه نه وې او بارانونه هم ونه شول چې فصلونه پر وخت خړوب کړو. که اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او چکډیمونه جوړ شي، د اوبو د کمښت ستونزه به تر یوې کچې حل شي، ګنې دا وضعیت ورځ تربلې خرابېږي.»
زین الله ترخېل، چې د کابل د ده سبز ولسوالۍ یو کروندګر دی، وایي د وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله ځایي بزګران اړ شوي چې خپلې ځمکې په نوبتي ډول خړوبې کړي.
هغه وایي، د ډېرو کښتونو حاصلات د اوبو د کمښت له امله کم شوي او د شولو کروندې هم له منځه تللې دي. له همدې امله اړ شوی چې د جوارو کښت ته مخه کړي، ځکه دا فصل د اوبو کمښت پر وړاندې نسبي مقاومت لري.
د هغه په وینا، پرلهپسې وچکالیو ځینې ځمکې له حاصل ورکولو غورځولې او دی په سختۍ کولای شي د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. هغه خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، ګڼ شمېر کروندګر به د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شي.
زینالله زیاتوي: «اوبه دومره کمې شوې چې ځمکې په نوبتي ډول اوبه کوو. که مخکې یو جریب ۸۰ منه حاصل ورکاوه، اوس یې حاصل ۳۰ منو ته راټیټ شوی. دا یوازې زموږ د کور خوراک هم نه پوره کوي، دومره نه دی چې په بازار کې یې وپلورو. موږ د وچکالۍ له امله د کډه کولو له ګواښ سره مخ یو.»
د بزګرانو په وینا، د حاصلاتو له کمېدو سره د کورنیو عایدات په پراخه کچه کم شوي او ډېری یې د خوراکي توکو، اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د اخیستلو توان له لاسه ورکړی دی.
د کرنې برخې کارپوهان وایي، افغانستان چې اقتصاد یې تر ډېره پر کرنه ولاړ دی، د وچکالۍ دوام به د میلیونونو خلکو پر معیشت جدي اغېز وکړي او د بېوزلۍ، بېکارۍ او کډوالۍ نوې څپې رامنځته کولی شي.
د کرنې کارپوه محمد عارف غلامي وایي، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو لپاره د اوبو زېرمه کول، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت لرونکو تخمونو برابرول او د اوبو لګولو د عصري سیستمونو، په ځانګړې توګه د قطرهيي خړوبولو، پراختیا اړینه ده.
هغه زیاتوي چې د افغانستان د اوبو د ذخیره کولو وړتیا د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله کمه ده او همدې کمزورۍ دغه هېواد د وچکالۍ پر وړاندې ډېر زیانمن کړی دی.
غلامی زیاتوي: «افغانستان له یوه سخت پړاو څخه تېرېږي، ځکه دلته ورځ تربلې وچکالي زیاتېږي. اصلي کار چې بنسټونه او کروندګر باید پرې تمرکز وکړي، د اوبو د ذخیره کولو لپاره د بنسټیزو چکډیمونو جوړول دي او همدارنګه باید داسې فصلونه وکرل شي چې د اوبو مصرف یې کم وي.»
ورته مهال، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په افغانستان کې د وچکالۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د وچکالۍ اغېزې د هېواد ۱۹ ولایتونو ته غځېدلې دي، چې شمالي سیمې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د کرنیزو حاصلاتو له منځه تګ، د څړځایونو او اوبو سرچینو وچېدل، کلیوالي ټولنې د اقتصادي سقوط تر پولې رسولې دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د بېساري وچکالۍ، سختې ګرمۍ او اقلیمي بدلونونو له امله د کرنیزو محصولاتو د زیانمنېدو له جدي خطر سره مخ دی.
د اوچا په وینا، دغه وضعیت پر کرنیزو محصولاتو، څړځایونو، د څښاک اوبو او مالدارۍ منفي اغېز کړی دی. د دغه سازمان په راپور کې راغلي:
«په بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، دایکندي، بامیان، پروان او کابل ولایتونو کې د باران اندازه له منځنۍ کچې ټیټه وه، هوا د معمول په پرتله ګرمه شوې او د خاورې رطوبت هم په څرګند ډول کم شوی دی. دې وضعیت پر غنمو منفي اغېز کړی او د علوفې د کمښت له امله څاروي هم له خطر سره مخ دي.»
افغانستان چې د نفوس لویه برخه یې د کرنې له لارې خپل ژوند پر مخ وړي، په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له سختو اغېزو سره مخ شوی دی. دوامداره وچکالي اوس یوازې د حاصلاتو ستونزه نه ده، بلکې د کلیوالو خلکو د عاید، خوړو خوندیتوب او راتلونکي لپاره یو جدي ګواښ ګرځېدلی دی.