پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله تېر شوي، خو د دغې ډلې له لوري د «عمومي بښنې» له اعلان سره سره، لا هم یو شمېر پخواني امنیتي ځواکونه د طالبانو له خوا په بېلابېلو تورونو نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (UNAMA) د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې پورې د پېښو په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې په دې موده کې ۲۶۴ پخواني نظامیان وژل شوي، ۱۹۵ شکنجه شوي، ۶۲۱ نیول شوي او ۱۵ نور لا هم نادرکه دي.
د راپور له مخې، یادو پخوانیو نظامیانو د افغانستان د تېر حکومت پر مهال په ملي اردو، پولیسو او نورو بېلابېلو امنیتي قطعاتو کې دندې ترسره کړې وې. دغه کسان ځانګړې روزنه لیدلې وه او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په بېلابېلو عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه.
بلخوا، د پخواني حکومت د پوځ له قوماندانانو او د «متحدې افغانستان جبهې» مشر، سمیع سادات، ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په تېرو درېیو میاشتو کې یې د طالبانو له خوا د ۱۸۴ پخوانیو نظامیانو د وژل کېدو پېښې مستندې کړې دي.
هغه ویلي، د دغو وژل شویو ډېری کسان تر وژل کېدو وړاندې له سختو شکنجو سره هم مخ شوي وو. نوموړي زیاته کړې چې هغه پخواني نظامیان چې له ایران او ترکیې څخه افغانستان ته شړل کېږي، د وژل کېدو له لا ډېر خطر سره مخامخ کېږي.
په ورته مهال، یو شمېر پخواني نظامیان وایي، سره له دې چې طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د عمومي بښنې اعلان وکړ، خو د پخوانیو امنیتي ځواکونو نیول، ځورول او شکنجه کول لا هم دوام لري.
نقیبالله (مستعار نوم)، چې د پخواني حکومت له نظامیانو څخه دی او په ختیځ ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې یې د کنډک د قوماندان په توګه کلونه دنده ترسره کړې، وایي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې امنیتي او اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی دی.
هغه وایي، په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د پخوانیو نظامیانو د وژل کېدو له پېښو وروسته یې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي او اړ دی چې وخت پر وخت د اوسېدو ځای بدل کړي.
هغه وایي: «پر طالبانو باور نه دی په کار. له یوې خوا د عفوې خبره کوي او له بلې خوا په یوه او بله بهانه پخواني نظامیان وژني. افغانستان کې د نظامیانو لپاره ژوند سخت دی، ځکه مرګ په خپلو سترګو ویني.»
نقیبالله زیاتوي چې په تېرو څو کلونو کې یې ګڼ شمېر پخواني نظامي ملګري د طالبانو له لوري نیول شوي او ځینې یې لا هم نادرکه دي.
هغه وایي: «زموږ د پخوانیو نظامي ملګرو د وټساپ ګروپ دی. طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې زموږ زیات شمېر نظامیان زنداني کړي او وژلي دي. پخواني نظامیان له ډېرو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي، ځکه څوک ورته دنده نه ورکوي او له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.»
د دغه پخواني نظامي په وینا، د طالبانو د مشر د عمومي بښنې فرمان یوازې یوه «عفوه» ده او طالبان له همدې لارې د پخواني حکومت نظامیان په دام کې اچوي.
یو بل پخوانی نظامي، حضرت محمد (مستعار نوم)، وایي چې که څه هم ګڼ شمېر پخواني نظامیان د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره له هېواده وتلي، خو هغه کسان چې د طالبانو د عمومي بښنې پر فرمان یې باور کړی، د دې ډلې له لوري له نیولو، شکنجې او حتی وژنې سره مخ شوي دي.
هغه وایي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په خپل هېواد کې د خوندیتوب احساس نه کوي.
هغه وایي: «ژوند ورځ تربلې سختېږي. طالبان مو په کورونو چاپې وهي، له کور بهر څارل کېږو، کار او روزګار نشته او اقتصادي ستونزې ډېرې دي. دوه ځلې ایران ته پر قاچاقي لاره تللی یم، خو په لار کې ونیول شوم او بېرته هېواد ته راستون شوم.»
محمد شفیق (مستعار نوم)، د ملي اردو یو پخوانی افسر دی چې د تېر حکومت پر مهال یې د هلمند، هرات، مزار شریف او پکتیکا ولایتونو کې له ملي اردو ځواکونو سره دنده ترسره کړې وه او له طالبانو سره یې مخامخ جګړه کړې وه.
هغه وایي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته اړ شو ایران ته کډوال شي. د هغه په وینا، له دوو کلونو کډوالۍ وروسته، کله چې له ایران څخه افغانستان ته راستنېده، په هرات کې د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شو او له اته میاشتو زنداني کېدو وروسته په ضمانت خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
هغه ادعا کوي چې په دې موده کې د طالبانو له لوري په وحشیانه ډول شکنجه شوی دی.
هغه وایي: «د طالبانو په زندان کې له پخوانیو نظامیانو سره ډېر بد او وحشتناک چلند کېږي. د برېښنا شارټونه ورکول کېږي، په اوبو کې اچول کېږي او په تیارو کوټو کې بندیان ساتل کېږي. زیاتره بندیان د شکنجې پر مهال مړه شوي هم دي.»
په داسې حال کې چې یو شمېر پخواني نظامیان د جمهوري نظام له سقوط وروسته بریالي شول چې له هېواده ووځي، خو ډېر نور لا هم په افغانستان کې پاتې دي. دوی د نیولو، شکنجې، بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او د امنیتي ګواښونو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.