خانه حقوق بشرپنځه کاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې: د مذهبي آزادۍ محدودیتونه

پنځه کاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې: د مذهبي آزادۍ محدودیتونه

توسط رسانه دیده‌بان
3 بازدید

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د مذهبي لږکیو او ځینو نورو مذهبي ډلو استازي وایي چې د دوی پر مذهبي مراسمو او دودونو محدودیتونه زیات شوي دي. د دوی په وینا، دغه محدودیتونو د شیعه‌ګانو، اسماعیلیه، هندوانو او سیکانو پر مذهبي فعالیتونو اغېز کړی دی.

په کابل کې له نږدې پنځو کلونو راهیسې د شیعه‌ګانو د عاشورا (محرم) مراسم محدود شوي او د اوسېدونکو په وینا، طالبانو په بېلابېلو پلمو د دغو مراسمو پر ترسره کولو بندیزونه لګولي دي.

د کابل ښار اوسېدونکی، چې مستعار نوم محمد تمیم صالحي کاروي، وایي سږ کال هم د پخوانیو کلونو په څېر د طالبانو د محدودیتونو له مخې، په سړکونو کې د محرم د دروازو او ځانګړو بیرغونو لګول، د مسافرو لپاره د څښاک اوبو د ځایونو جوړول او د شپې له خوا له یوې تکیه‌خانې څخه بلې تکیه‌خانې ته د ماتم کوونکو تګ راتګ منع شوی و.

نوموړی د محرم پر مراسمو لګول شوي محدودیتونه د شیعه‌ګانو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي چلند پایله بولي. د هغه په وینا، طالبان هڅه کوي د شیعه مذهب د پیروانو لپاره مذهبي فضا لا محدوده کړي.

هغه وایي: «له کله چې طالبان راغلي، په عامه ځایونو کې یې د شیعه مذهب د پیروانو پر مذهبي مراسمو محدودیتونه لګولي دي. پخوا به دا مراسم په ډېر پراخ ډول ترسره کېدل، خو اوس محدود شوي دي. دا ښيي چې طالبان نورو مذهبونو ته درناوی نه لري.»

د کابل ښار د دشت برچي سیمې اوسېدونکی حبیب‌الله وایي، طالبانو په دې وروستیو کې له یو شمېر کتاب پلورنځیو او عامه کتابتونونو څخه د حنفي فقهې، اسماعیلیه او جعفري مذهب اړوند کتابونه راټول کړي او د جعفري فقهې تدریس یې د پوهنتونونو له نصاب څخه ایستلی دی.

د هغه په وینا، د شیعه‌ګانو او نورو مذهبي ډلو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي چلند د دې ډلې او هېوادوالو ترمنځ واټن زیاتوي او د متقابل منلو او همغږۍ روحیه زیانمنوي.

هغه غوښتنه کوي چې د محرم په میاشت کې دې پر مذهبي مراسمو محدودیتونه لرې شي.

هغه وایي: «طالبان د مذهبي مراسمو په محدودولو سره هڅه کوي چې د خلکو ترمنځ بې‌اتفاقي زیاته کړي. دوی د تېر په څېر د خلکو ازادۍ، په ځانګړې توګه مذهبي ازادۍ، تر پښو لاندې کړې او د خلکو عقایدو ته درناوی نه لري.»

د طالبانو له خوا پر شیعه‌ګانو، اسماعیلیه او جعفري مذهبونو د محدودیتونو تر څنګ، په ننګرهار ولایت کې مېشت هندوان او سیکان هم وایي چې د دوی مذهبي مراسم محدود شوي دي.

په ننګرهار کې د سیکانو یوه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وایي د جمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې هندوانو او سیکانو خپل دودیز او مذهبي جشن ویساک په ننګرهار کې په ازاده توګه لمانځه او د خپلو مراسمو د ترسره کولو لپاره یې لازمې ازادۍ درلودې.

د هغه په وینا، د ویساک د جشن د نمانځنې لپاره به په کابل او په ځانګړي ډول جلال‌اباد کې ځانګړي مراسم جوړېدل، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر دې ډول مراسمو محدودیتونه لګېدلي دي. د هغه په خبره، له همدې امله ډېری هندوان او سیکان اړ شوي چې نورو هېوادونو ته کډه شي.

هغه وایي، د طالبانو له واکمنېدو مخکې ویساک د رنګونو او خوښیو یوه لویه ننداره وه چې د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې به یې نمانځنه نږدې یوه اوونۍ دوام کاوه، خو اوس دا هر څه درېدلي دي.

هغه وایي: «اوسمهال په جلال‌اباد کې ډېر کم هندوان او سیکان پاتې دي او زموږ درمسال هم تړل شوی دی. طالبانو راته ویلي چې مذهبي مراسم نشئ ترسره کولی. پخوا به هر کال خپل مذهبي مراسم په ښه ډول ترسره کول، خو اوس اجازه نه راکول کېږي. زموږ غوښتنه دا ده چې پر مذهبي مراسمو او مذهبي ازادۍ دې بندیزونه لرې شي.»

بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو څانګې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د مذهبي پیروانو او مذهبي لږکیو پر وړاندې فشارونه زیات شوي او د بشري حقونو د سرغړونو لړۍ دوام لري.

یوناما ویلي چې طالبانو په بدخشان ولایت کې د اسماعیلیه مذهب ۳۳ جماعت‌خانې تړلې دي. د دغه بنسټ په وینا، طالبانو د دې اقدام لامل دا ښودلی چې دغه ودانۍ له جوماتونو سره ورته والی لري.

د یوناما د راپور له مخې، له تړل شویو جماعت‌خانو څخه ۱۷ یې په زیباک ولسوالۍ، ۱۴ یې په اشکاشم ولسوالۍ او دوه یې په واخان ولسوالۍ کې دي.

د مذهبي لږکیو استازي وایي، که د مذهبي مراسمو او د عقیدې د ازادۍ په برخه کې محدودیتونه دوام وکړي، دا به نه یوازې د مذهبي لږکیو پر وضعیت اغېز وکړي، بلکې په افغانستان کې به د ټولنیز یووالي او د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د باور پر فضا هم منفي اغېز ولري.

 

گشت و گذار بیشتر

پیام بگذارید