پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، لا هم په دغه هېواد کې لوږه او خوارځواکي د میلیونونو افغانانو، په ځانګړې توګه د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو، د ژوند پر وړاندې له تر ټولو جدي ګواښونو څخه ګڼل کېږي. بېوزلي، بېکاري، وچکالي او د نړیوالو بشري مرستو کمښت هغه عوامل دي چې د افغانستان بشري وضعیت یې لا پسې خراب کړی دی.
که څه هم د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله پوره کېږي، خو لا هم په هېواد کې بېکاري لوړه ده او ډېری کورنۍ د ورځني عاید د نشتوالي او د مناسبو خوړو د برابرولو د ناتوانۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. د دغو کورنیو ماشومان او ښځې تر ټولو زیات د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.
زرګونه هغه کورنۍ چې د خپلو ماشومانو لپاره د کافي او سالمو خوړو د برابرولو توان نه لري، دغه راز له کډوالۍ راستانه شوي ماشومان او هغه ماشومان چې د مور شیدې او مناسب مرستندوی خواړه نه ترلاسه کوي، د دې ناورین تر ټولو زیانمن قربانیان دي.
له پاکستانه د تورخم له لارې ننګرهار ته راستنه شوې کډواله شبانه وایي، نږدې اته میاشتې کېږي چې افغانستان ته راستانه شوې، خو د کافي خوړو د نشتوالي له امله خپله او د هغې یو نیم کلنه لور یې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ شوې دي.
هغه وایي:
«نږدې یو کال پوره کېږي چې په کافي اندازه مو خواړه نه دي خوړلي. د زیاتې لوږې له امله مې شیدې وچې شوې او همدا لامل دی چې لور مې له بدني پلوه کوچنۍ او کمزورې ده. د درملنې لپاره مې څو ځله روغتون ته وړې، خو هغوی یوازې تقویتي خواړه راکوي.»
شبانه وایي، که څه هم په روغتیايي مرکز کې ورکړل شوي تقویتي خواړه (کاکو) کاروي، خو د فقر، بېوزلۍ، جبري کډوالۍ، بېاشتهایۍ، زیات تشویش او د راتلونکي د نامعلوم برخلیک له امله یې خپل ځان او ماشوم د خوارځواکۍ له جدي ستونزې سره مخ دي.
هغه زیاتوي:
«دلته مو ژوند ورځ تر بلې خرابېږي، ځکه هر څه چې مو درلودل هغه په پاکستان کې پاتې شول. ډېر ځله داسې وخت هم راغلی چې په لوږه ویده شوي یو. خاوند مې هم بې روزګاره دی او ډېر کله د کلي خلک راسره مرسته کوي، که نه نو د خدای ایلې ته ناست یو.»
یو شمېر نورې کورنۍ هم ورته شکایتونه لري او وایي، د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د خپلو ماشومانو لپاره د کافي او سالمو خوړو د برابرولو توان نه لري، چې دا وضعیت د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د زیاتېدو لامل شوی دی.
د یوې بلې بېوزلې کورنۍ سرپرسته زینب وایي، پنځه کلنه لور یې مریم د خوارځواکۍ له امله له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ ده. هغه وایي، لور یې د لوبو پر مهال ژر ستړې کېږي، د بدن وینه یې کمه شوې او د خوړو لپاره یې لېوالتیا ورځ تر بلې کمه شوې ده.
زینب وایي:
«زه د څلورو اولادونو سرپرستي کوم. خاوند مې دوه کاله مخکې وفات شوی. زه هم ښوونکې وم، خو اوس مې دنده له لاسه ورکړې. د پخوا په څېر په ګېډه ماړه نه یو. اوس مهال د خلکو جامې وینځم او د ورځې له ۶۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې عاید لرم، چې په دې پیسو زموږ چاره نه کېږي.»
بلخوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي او مخ پر زیاتېدونکي خطر سره مخ دي.
په راپور کې راغلي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له وچکالۍ، بېوزلۍ، بېکارۍ او د بشري مرستو له کمښت سره مخ دی؛ هغه شرایط چې میلیونونه وګړي، په ځانګړې توګه ماشومان، د لوږې او سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ کړي دي.
یونیسف اندېښنه ښودلې چې دا ناورین یوازې د ماشومانو فزیکي روغتیا نه ګواښي، بلکې د هغوی پر ذهني ودې، زدهکړې او راتلونکې هم منفي اغېز کولی شي.
په افغانستان کې اوږدې جګړې، اقتصادي ستونزې، پراخه کډوالي، د بشري مرستو کمښت، د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی، د پوهاوي نشتوالی او د روغتیايي اصولو نه مراعاتول هغه عوامل دي چې د ماشومانو د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو لامل شوي دي.
د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې، د ماشومانو خوارځواکي لا هم د افغانستان له تر ټولو لویو بشري ننګونو څخه ده؛ داسې بحران چې اغېزې یې یوازې د نن ورځې پر ماشومانو نه، بلکې د راتلونکو نسلونو پر روغتیا او برخلیک هم اغېز کوي.