فهرست مطالب
هیلۍ وايي، هر ځل چې د طالبانو په توقیف کې به یې د پوښتنو لپاره بیوله، تر پوښتنو مخکې به یې لاسونه تر شا ورتړل، له پښو به یې ځړوله او برېښنايي ټکانونه به یې ورکول.
«په زندان کې د زیاتې فزیکي او روحي شکنجې له امله اوس په خوب کې وېرېږم، عصبي توازون مې برابر نه دی، حافظه مې له لاسه ورکړې او لاهم داسې فکر کوم چې زندان کې یم.»
هیلۍ او شکریه له «ار. ام. میډیا» سره په خبرو کې وايي، په کابل کې یې د ښځو د حقونو لپاره په څو اعتراضونو کې ګډون کړی و. د دوی په وینا، طالبانو د ۲۰۲۵ کال په نیمايي کې په کابل کې ونیولې. څو نږدې سرچینو هم د دواړو ښځو د نیول کېدو خبره تایید کړې ده. دواړه وايي، په توقیف کې شکنجه شوې او په زور ترې اعترافونه اخیستل شوي دي. د طالبانو د زندانونو چارو عمومي ریاست ویاند د دوی ادعاوې ردوي.
د دواړو ښځو د هویت او خوندیتوب لپاره مو مستعار نومونه کارولي او هغه جزئیات مو نه دي خپاره کړي چې د دوی د پېژندلو لامل کېدای شي.
هیلۍ (مستعار نوم) ۲۸ کلنه ده. هغه د ښځو د حقونو لپاره د اعتراضونو په تړاو په کابل کې نیول شوې او لس میاشتې یې د طالبانو په بند کې تېرې کړې دي. نوموړې وروسته له بنده خوشې شوې ده.
هیلۍ وايي، د بربنډې ویډیو په خپرولو یې ګواښله
هیلۍ وايي، تر پوښتنو مخکې به یې په تیاره خونه کې ساتله. کله به چې پلټونکو ته بوتلل شوه، په وینا یې، سپکاوی به یې ورته کاوه. «راته ویل یې ته فاحشه یې، د خارجیانو لپاره جاسوسي کوې».
هیلۍ وايي، طالبانو په بربنډ یا نیمهبربنډ حالت کې په زور اعتراف ترې واخیست، څو بیا د هغوی پر ضد اعتراض ونه کړي. هغه د ویډیوګانو د ثبتولو او ګواښونو په اړه داسې وايي:
«له ښځو به په جبري اعترافات اخیستل کېدل، بربنډې کولې یې، بیا یې ویډیو ثبتوله او ګواښ یې کاوه چې که د پلټنو په تړاو چا ته څه ووایو، نو زموږ بربنډه ویډیو به خپره کړي. نو بیا به چې دوی څه ویل موږ به منل ځکه بل لاره مو نه درلوده.»
هغه وايي، له خپلې کورنۍ سره یې اړیکه نه شوای نیولای او له نورو بندیانو او ساتونکو سره یې د خبرو اجازه نه لرله. د میاشتني عادت پر مهال به په تکلیف کې وه، خو درمل او روغتیايي پاملرنه نه ورته برابرېدل. هیلۍ د خوړو او مدافع وکیل په اړه وايي:
«مناسب خواړه هم نه راکول کېدل، موږ وکیل ته لاسرسی نه درلوده او دوی به هرې یوې زندانۍ ښځې ته په خپله خوښه د بند موده ټاکله».
د هیلۍ په وینا، هغه او نورې خوشې شوې ښځې د بندونو له درد او سختو رواني ستونزو سره مخ دي. هغه وايي، له خوشې کېدو وروسته د خلکو له پېغورونو سره هم مخ شوې ده. «په ټولنه کې بدنامه شوم خلک وایي، دا بندۍ شوې نجلۍ ده او فکر نه کوم ژوند مې بیا عادي حالت راوګرځي.»
شکریه وايي، هغه څه یې ومنل چې نه یې وو کړي
شکریې د ښځو د زدهکړو او لوړو زدهکړو د حق لپاره په اعتراضونو کې ګډون کړی و. هغه وايي، د طالبانو چلند له یوې معترضې ښځې تر بلې توپیر درلود او نیول شوې ښځې په توقیفځایونو او زندانونو کې له فزیکي او رواني شکنجې سره مخ وې. د خپل انفرادي بند په اړه وايي:
«په تیاره کوټه کې به ساتل کېدم، نور څوک مې نه لیدل، تشناب ته د تګ پرمهال به مې سترګې تړلې وې».
د شکریې په وینا، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې درې ځله تشناب ته د تګ اجازه ورکول کېده. نه یې له چا سره د خبرو اجازه درلوده او نه یې له کورنۍ سره اړیکه لرله. وايي، ناروغه وه، خو درمل یې ورنه کړل. په انفرادي خونه کې یې داسې څوک نه درلود چې د درد پر مهال ورسره خواخوږي وکړي.
شکریه وايي، په زندان کې ښځینه کارکوونکې وې، خو ښځینه ساتونکې کمې وې او د زندان چارې نارینهوو سمبالولې. د هغې په وینا، د طالبانو نارینه کارکوونکو جنسي ځورولې، پر سینو او تناسلي غړي یې برېښنايي ټکانونه ورکړي او سپکې سپورې یې ورته ویلي دي. شکریه وايي، کله به چې اعتراف یې نه کاوه، برېښنايي ټکانونه به یې ورکول.
«ما اعتراف وکړ چې د خارجیانو په لمسون مې کابل کې د ښځو په لاریون کې برخه اخیستې او نورې ښځې مې هم هڅولې دي».
هغه وايي، دا خبره رښتیا نه وه او په زور یې پرې ومنله. د هغې په وینا، له نورو ښځینه بندیانو سره هم ورته ناوړه چلند کېده.
شکریه وايي، د بند پر مهال ورکړل شوي برېښنايي ټکانونه یې نه دي هېر شوي او له خوشې کېدو وروسته لا هم له سختو رواني ستونزو سره مخ ده. «اوس بېخي عصبي توازن له لاسه ورکړی دی.» هغه وايي، د ټولنیزو دودونو له امله او د دې لپاره چې کورنۍ یې روحي زیان ونه ویني، د شکنجې کیسه یې کورنۍ ته نه ده کړې او ان انکار یې ترې کړی دی.
د طالبانو ځواب
د طالبانو د زندانونو چارو عمومي ریاست ویاند محمد نسیم لالهند د ښځینه بندیانو د شکنجې او ناوړه چلند ادعاوې بېبنسټه بولي او وایي، د هېواد زندانونه د شکنجې ځایونه نه دي او د طالبانو د مشر د حکم له مخې، د زندان مسوولین د بندیانو د شکنجې حق نه لري.
پخواني روایتونه او د زندانونو شمېرې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۳ کال د جولای تر پایه په ۲۹ ولایتونو کې له نیولو او توقیف سره تړلې د بشري حقونو تر ۱۶۰۰ ډېرې سرغړونې مستندې کړې دي. له دغو سرغړونو ۱۱ سلنه د ښځو په تړاو وې او نږدې نیمايي یې شکنجه یا نور ظالمانه، غیرانساني یا سپکوونکي چلندونه وو. یوناما همدارنګه په توقیف کې د شکنجې او ناوړه چلند ۴۶۶ معتبر موارد ثبت کړي چې له ډلې یې ۲۷ مورد د ښځو په تړاو وو. له دې ۴۶۶ مواردو څخه ۲۵۹ د جسمي کړاوونو، لکه وهل، خفه کول، ځړول او برېښنايي ټکانونه، او ۲۰۷ د رواني کړاوونو، لکه د بندیانو یا د هغوی د کورنۍ د غړو د وژلو ګواښ، سترګې تړل او د اوږدې مودې لپاره د حرکت محدودول، شامل وو.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه راپور کې د طالبانو د زندانونو چارو د ادارې له قوله راغلي چې د ۲۰۲۵ کال د جولای په نیمايي کې د بندیانو ټول شمېر نږدې ۲۹ زره او ۵۰۰ و، چې شاوخوا ۱۸۰۰ یې ښځې وې.
د ښځو د حقونو فعالې ژولیا پارسي په ۲۰۲۴ کال کې په یوه خپاره شوي لیک کې ویلي چې طالبانو نږدې دوه میاشتې په یوه لمده انفرادي خونه کې ساتلې وه او د اعتراف اخیستو لپاره یې بیا بیا تر پوښتنو او شکنجې لاندې نیوله.