خانه خبرهاطالبانو په افغاني رسنیو کې پر سیاسي مرکو او بحثونو بندیز لګولی دی

طالبانو په افغاني رسنیو کې پر سیاسي مرکو او بحثونو بندیز لګولی دی

توسط رسانه دیده‌بان
60 بازدید
Photo: Afghanistan Journalists Center

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندېد اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې ټلوېزیونونو ته امر کړی چې د سیاسي او اقتصادي بحثونه او مرکو له ثبت او خپرولو څخه ډډه وکړي.

اعلامیې زیاته کړې چې یاد وزارت په ټینګار سره د رسنیو له مسوولانو غوښتي چې، رسنۍ کولی شي یوازې د حکومتي ویاندویانو سره مرکې ترسره کړي په ټلوېزیونونو کې له سیاسي بحثونو دې ډډه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د یاد اقدام په اړه جدي اندېښنه ښودلې او دا یې د طالبانو له لوري تلوېزیونونو کې پر سیاسي مرکو بندیز د نیوکه‌کوونکو غږونو غلي کولو او د بیان پر ازادۍ یوه بله هڅه بللې ده.

بلخوا د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې د دې پرېکړې د دوام یا څرنګوالي په اړه به د راتلونکې به بله اونۍ پرېکړه وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د مالوماتو له مخې طالبانو په خپله تېره درې کلنه واکمنۍ کې لږ تر لږه ۲۳ د رسنیو اړوند فرمانونه او کړنلارې صادر کړي، چې له کبله یې پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه زیات شوي دي.

گشت و گذار بیشتر

پیام بگذارید