خانه حقوق بشرایران کې د دوو افغانانو په ګډون نهه کسان اعدام شوي

ایران کې د دوو افغانانو په ګډون نهه کسان اعدام شوي

توسط رسانه دیده‌بان
0 نظرات
Photo: Hengah

په ایران کې د بشري حقونو سازمان(هنګاو) خبر ورکړی چې، په ایران کې د دوو افغانانو په ګډون ۹ کسان اعدام شوي دي.

یاد سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې، د عبدالله تاجیک او د عبدالمهدي رشاد امیري په نامه دوه افغان وګړي د مخدره موادو د قاچاق په تور د ایران په (کرج او قم مرکزي) زندانونو کې اعدام شوي دي.

په همدې حال ایران کې د بشري حقونو یو بل سازمان(حالوش)هم د یادو کسانو اعدامول تائید کړي او زیاته کړې یې ده چې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال د پیل راهیسې په دغه هیواد کې ۶۳ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور د ایران حکومت اعدام کړي دي.

په ایران کې دغه دوه افغانان داسې مهال عدامیږي چې، څو اوونۍ وړاندې د ايران هېواد عدليې وزارت يو پلاوی کابل ته راغلی وو او دلته يې له طالب چارواکو سره ايران کې د افغان بنديانو د وضعیت او افغانستان ته د لېږد په تړاو خبرې کړې وې.

ایراني پلاوي ژمنه کړې وه چې، افغانستان ته به پنځه سوه زندانیان چې ايران کې بندیان دي واستوي.

این مطالب نیز میتواند مفید باشد

پیام بگذارید