په ننګرهار ولایت کې ځايي سرچینې د یوې ښځینه ډاکترې د وژنې خبر ورکوي. د دغو سرچینو په وینا، ډاکتره ګلالۍ د یکشنبې شپې (۱ سرطان/چنګاښ) ناوخته په خپل کور کې د سره رود ولسوالۍ په «شیخ مصري» سیمه کې د نامعلومو وسلوالو له لوري د برید هدف ګرځېدلې، شکنجه شوې او وژل شوې ده. بل لور ته، د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په یوه خپاره شوي ویډیوي کلیپ کې دا پېښه ځان وژنه بلل شوې ده.
ګلالۍ یوه ښځینه ډاکتره او د پچیراګام ولسوالۍ په یوه روغتیايي مرکز کې کارکوونکې وه، چې له خپلې کورنۍ سره د سرهرود ولسوالۍ په «شیخ مصري» ښارګوټي کې اوسېده. د ځايي سرچینو په وینا، هغې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې کار کاوه او د کورنۍ اصلي نفقه راوړونکې وه.
د همسایهوو له ډلې یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ویلي چې د یکشنبې شپې ناوخته څو نامعلوم وسلوال د ګلالۍ کور ته ننوتي وو.
دغه سرچینه R.M. Media ته ویلي:
«نږدې د شپې ۱۲ بجې وې چې موږ د ګلالۍ د پلار او ورور چیغې واورېدې چې ویل یې لور مې مړه شوه. زموږ کور نږدې و. کله چې هلته لاړو، موږ ولیدل چې د پلار او ورور لاسونه تړل شوي وو او ګلالۍ په کوټه کې زندۍ شوې او مړه شوې وه. وسلوال زموږ تر رسېدو مخکې له سیمې تښتېدلي وو.»
د همدې سرچینې په وینا، د پېښې پر مهال د ډاکترې پلار هم وهل شوی او لاس یې مات شوی دی. سرچینه زیاتوي چې د کورنۍ له هېچا سره شخصي دښمني نه وه.
د وژل شوې ډاکترې د کورنۍ ته نږدې یوه بله سرچینه وایي، چې ګلالۍ تر دې پېښې مخکې د طالبانو له یوه اړوند مقام له لوري تر فشار او ګواښ لاندې وه او له هغې څخه «نامشروع غوښتنې» کېدې.
د دغې سرچینې په وینا، ګلالۍ شاوخوا څلور میاشتې مخکې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ته شکایت کړی و، خو شکایت ته رسیدګي نه ده شوې. همداراز یوه غږیزه پیغام یې رسنیو ته هم استولی و چې په کې یې د ګواښونو یادونه کړې وه.
دغه غږیز پیغام د R.M. Media ترلاسه کړی دی. په دې پیغام کې ګلالۍ په مشخص ډول د پچیراګام ولسوالۍ د روغتیا مسؤل «رفیعالله منصور» څخه شکایت کړی او په قضیه کې د ښکېلو نورو کسانو نومونه یې هم یاد کړي وو.
سرچینه زیاتوي: «ډاکتره کونډه وه او منصور د خپلو غوښتنو د منلو لپاره پرې فشار راوړی و او ګواښ یې کړی و چې که یې ونه مني، نو له موجود کلینیک څخه به بل کلینیک ته تبدیل شي، څو یا خپله دنده پرېږدي او یا د هغه غوښتنې ومني. له همدې امله اوس ګومان کېږي چې ښايي د همدغو اړوندو کسانو له لوري وژل شوې وي.»
بل لور ته، د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ له لوري یوه ویډیو خپره شوې چې په کې د وژل شوې ډاکترې پلار او ورور د دې پېښې لامل ځان وژنه بولي. په دې ویډیو کې هغوی وایي چې ډاکتره له رواني ستونزو سره مخ وه او مخکې یې هم څو ځله د ځان وژنې هڅه کړې وه.
د ګلالۍ پلار په دې ویډیو کې وایي:
«لور مې ځان وژنه کړې وه، ځکه له رواني ستونزو سره مخ وه او مخکې یې هم څو ځله د ځان وژنې هڅه کړې وه. د یکشنبې په ورځ چې زه بازار ته ته د توکو اخیستو لپاره تللی وم، کله چې راستون شوم، ومې لیدل چې ګلالۍ ځان په کوټه کې زندۍ کړی او مړه شوې ده.»
د ویډیو په ځینو برخو کې خبرې پرې شوي دي؛ دې موضوع په ټولنیزو شبکو کې غبرګونونه راپارولي، خو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
دا پېښه په ننګرهار کې پراخ غبرګونونه راپارولي او ځینې یې د دې ډاکترې پر وړاندې د فشارونو او ګواښونو پایله بولي.
شاوخوا یو کال مخکې هم د جلالاباد ښار په مرکز کې، د امنیه قوماندانۍ نږدې، یوه قابله د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل شوې وه.