خانه حقوق بشرطالبانو په لغمان کې د تېر حکومت یو ولسوال له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیولی

طالبانو په لغمان کې د تېر حکومت یو ولسوال له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیولی

توسط رسانه دیده‌بان
0 نظرات 42 بازدید
Photo - Memar Press

په لغمان کې یو شمیر ځایي سرچینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو د تېر جمهوري حکومت پر مهال دولت‌شاهي او الینګار ولسوالیو مخکېنی ولسوال نیولی دی.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، نیول شوی ولسوال حبیب‌الله نومیږي او درې ورځې وړاندې په دغه ولایت کې طالبانو نیولی او تراوسه د استخباراتو په زندان کې دی.

سرچینه زیاتوي چې نوموړی طالبانو له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیولی، خو د نیول شوي ولسوال کورنۍ ویلي چې هغه له هیچا سره اړېکې نه لري او اوسمهال یې د یو قومي مخور په توګه ژوند کاوه.

تراوسه طالبانو د نوموړي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

 له دې څو میاشتې وړاندې هم طالبانو په دغه ولایت د تېر حکومت څو نظاميان له مقاومت جبهې سره د اړېکو په تور نیولي وو.

این مطالب نیز میتواند مفید باشد

پیام بگذارید