خانه خبرهاطالبانو په افغانستان کې نویو ټلویزیوني شبکو ته جواز ورکول بند کړل

طالبانو په افغانستان کې نویو ټلویزیوني شبکو ته جواز ورکول بند کړل

توسط رسانه دیده‌بان
0 نظرات 85 بازدید
Photo: RM Media

د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په داخل کې یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط ویلي چې دغه وزارت په افغانستان کې د ټلوېزیوني شبکو په ګډون، هېڅ تصویري رسنۍ یا یوټیوب چینل ته د فعالیت جواز نه ورکوي.

د سرچینې په خبره دغهد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا پرېکړه له هغه وروسته کړې چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په رسنیو کې د ساه لرونکو انځورونو پر خپرولو بندیز ولګاوه.

د سرچینې د مالوماتو له مې ځینو کسانو د خپلو ټلوېزیونونو لپاره د جواز اخیستو په موخه دغه وزارت ته ورغلي، خو په وینا یې، یاد وزارت یې عرض‌پاڼې رد کړې دي.

تراوسه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو امربالمعروف وزارت د هیواد په نږدې لس ولایتونو کې له رسنیو د ساه‌لرونکو تصویرونو پر خپرېدو بندیز لګېدلی او دغه راز طالب مسوولان له انځوریزو مرکو هم منعه شوي دي.

د طالبانو د یادو بندیزونو له کبله زیاتره رسنۍ تړل شوي او خبریالان یې بې روګاره شوي چې اوسمهال له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

این مطالب نیز میتواند مفید باشد

پیام بگذارید